دیني عالمان او قومي مشران:ارزګان کي نشه يي توکي دجګړي ددوام لامل سوی. په ارزګان ولایت کي داقوامو او قبائیلو چارو مسؤلېن او دیني عالمان وايي چې مخدره توکي داسلام له نظره ناروا دي او کرنه يي په ټولنه کي دبیلا بیلو جرمونو ترڅنګ جګړي ته هم لاره هواره کړي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67786
احسان الله ولس يار اروزګان
دخبریدو نیټه : 2017-04-23

ارزګان کي دیني عالمانو او قومي مشرانو دنشه يي توکو کرکیله او استعمال ناروا وبللی او وي ویل چې باید خلګ يي پرځای حلال کښت وکري. دغه خبري نن په ولایت مقام کي دنشه يي موادو پروړاندي دعامه پوهاوي په یوه جوړه سوي غونډه کي وسوي. دارزګان ولایت دارشاد حج او اوقافو رئیس مولوي حمدالله ابدالياو یوشمیر نورو دیني عالمانو دخپلو خبرو پرمهال وویل،هرهغه شی چې نشه کوونکی وي دهغه ټول کار او بار ناروا دی او باید تري لاس په سر سي. دوی زیاته کړه چې کوکنار هم یو له نشه يي توکو څخه دي او دهغه ټوله کار او بار ناروا دی ځکه چې په وینا يي هر هغه څوک چي پري روږدي سي له هغه هر دخیر کار پاته وي او په ټولنه کي دشر او فساد لامل ګرځي. دنشه موادو پروړاندي دمبارزي رئیس محمد ظاهرسالاري هم وايي چې په ټول هیواد کي دري نیم میلیونه کسان په نشه يي توکو روږد دي چې هر یو يي په اوسط ډول یو ډالر مصرف کوي چي ټول دري نیم میلیونه ډالر کیږي نو ځکه دهغه په وینا نشه يي توکي داقتصاد لپاره ددي پرځای چې ګټه وکړي زیان رسوي. دامنیه قوماندانۍ اداري مرستیال شفق الله طاهري او داقوامو قبائیلو چارو چارو رئیس نعمت الله خان بیا په خپلو خبرو کي وویل چې نشه يي توکي او په خاص ډول کوکنار دجګړي ددوام لاملونه دي ځکه په وینا چې وسله وال طالبان له همدي لاري خپل عاید لاسته راوړي او بیا پري وسلي او مهمات رانیسي. دوی وايي چې نشه يي توکي ټولنه خرابه وي او باید خلګ يي پرځای حلال بوټی وکړي. دیادوني وړ ده چې دنشه يي موادو پروړاندي دعامه پوهاوي غونډه پرداسي مهال جوړیږي چې په ارزګان ولایت کي سږ کال دنورو کلونو په پرتله په زیاته اندازه کوکنار کرل سوي خو دولت يي په مخنیوي کي پاته راغلی دی.