خدایه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67787
مصطفی آرین
دخبریدو نیټه : 2017-04-26


 نه درنه تاج نه سلطنت او نه جهان غواړمه
 زه مې خاورین او غنمرنګ غوندې جانان غواړمه
 خدایه په دومره کائيناتو کې مې برخه وکړه
 د خپل وجود په اندازه درنه آسمان غواړمه
 که په جنت کې چرته ځائ نه وي ګیله نه كوم
 خو لږ په امن درنه ګران افغانستان غواړمه
 زه د ایران او پاکستان د دین نه ستړې ستړې
 زه پخپل کلي کې منبر غواړم آزان غواړمه
 ما له ئې څه ګټه ده بم راته په کور پریوته
 دا یو قاتل په بل قاتل باندې ګزار کړی دی
 هغه چې مړ دی هغه هم رانه بچې وژلې
 هغه زما ښارکې څو ځله انتحار کړی دی