د دوستم پټ خوځښتونه او په جوزجان کې د ناامنۍ ډنډوره:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67788
وسیع الله جوزجانی
دخبریدو نیټه : 2017-04-26

 

 په شمال کې که څه هم قومي ستونزې ډيرې دي او په هر ولايت کې حاکم قوم په نورو قومونو هر څه يي چې زړه وي کوي ولې په جوزجان او هغو سیمو کې چې ډيری وګړي يي ازبک دي تر ډيره د يو مشخص فرد په اشارو خوځيږي.
په جوزجان کې په وروستیو کې د دوستم د پلويانو خصوصا جنبش ګوند د مسولینو پټ او ښکاره خوځښتونه ډير شوي دي په ډيرو ولسواليو کې له جمعيت ګوند سره پخوانۍ ستونزې لري او په پښتون ميشتو سيمو کې که څه هم خال خال طالبان شته دي ولې د دوستم له لشکر کشۍ سره تل ددې قوم هر وګړی طالب بلل کيږي او په څو ولسواليو کې حتی نسل وژني شوي دي چې ددې سړي دې کار يو ډول نه يو ډول په شمال کې طالباني وحشتونو ته مشروعيت ورکړی دی او پښتانه اړ شوي دي چې له دوستمه د خلاصون په خاطر يا له خپلو سيمو وتښتي او يا هم له طالبانو سره يو ځای شي.
اوس اوس په جوزجان کې د دوستم د دفتر رئيس ددې ولايت له والي بیا تر امنيتي مسولينو پورې ټولو ته خبرداری ورکړی دی که يي چیرته ددې ګوند د غړو او دوستم پلوو کسانو د لاریون يا زور زیاتی مخه ونيوله نو پايلې به يي ډيرې بدې وي.
په ولايت کې که څه هم ډيری خلک چوپ دي ولې په دې اړه باید چوپتيا د يو باثباته افغانستان په خاطر ماته شي په جوزجان کې عيني واقعیتونه که څه هم له رسنیو ډير پټ پاتې شوي دي ولې څو مورده يي زه په دې لیکنه کې خلاصه کوم:
۱ـ د دوستم پټ وسله وال ګروپونه: په جوزجان کې دوستم که يو لوري ته د ملي اردو له جامې په ګټه اخيستو سلګونو وسله وال لري، سلګونو نور بیا د نارسمي طالبانو او مليشو په ډول په غرونو او لرو پرتو سیمو کې هم لري، دوستم له دې وسله والو څو موخې لري:
الف: د سولې د پروسې په نوم کله کله سياسي امتياز تر لاسه کول: دوستم چې کله هم په شمال خصوصا جوزجان کې عملیات کوي تاسو به شاهدان وی چې ډلې ډلې د وسله والو طالبانو په نوم د دوستم جنګيالي د سولې له پروسې سره يو ځای کيږي، په اصل کې دا خلک هيڅکله طالبان نه بلکه د دوستم هغه مليشې دي چې د عملیاتي بريا او ولسي نفوذ په نوم يي يوازې او يوازې څيره بدلوي.
ب: د هدفي وژنو او ناقانونه کړنو په خاطر: دوستم په جوزجان کې يوازې له جمعيت سره نه بلکه د نورو اقوامو له مخورو سره هم ستونزې لري هغه څه چې دوستم له ایشچي سره وکړل دا کار يوازې او يوازې ددې لپاره وو چې ددې سړي قومي او سيمه ایز رسوخ ته زیان ورسوي خو کيسه برعکس شوه، له جمعیت ګوند سره يي ډير وارې خونړۍ نښتې کړي دي او يادې نښتې دوستم د اردو دجامې له ادرسه نه بلکه د نامسولو وسله والو له ادرسه کړي دي.
۲ـ دوستمي داعشيان: دوستم په شمال کې د داعش خبره ډير مخکې سخته ګرمه کړې وه، دې سړي په دې کار کې دوه موخې درلودې يو يي دا چې د سيمې هیوادونو پام ځان ته راوړوي او بل يي داسې فکر کاوو چې شونې ده ترکيه ورسره مرسته وکړي خو ترکيي چې لا وار د مخه يي په داعش کې زيان لیدلی وو نو يي نه يوازې د دوستم ملاتړ ونکړ بلکه ددې کار د مخنيوی لپاره يي ځينې نارسمي هڅې هم وکړې او باید وويل شي چې ترکي چارواکي څو وارې د دوستم کور ته لاړل او راغلل.
دوستم د داعش په اړه د روسيي د نارو سورو، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان وارخطايي هم درک کړې وه نو يي د مستعار داعش په پيدا کولو ددې هیوادونو د پټو مرستو د را جلبولو هڅه کوله خو دا پروژه يي هغه وخت ناکامه شوه چې د طاهریلداش زوی لا وار د مخه د داعش ريښتونې هسته جوړه کړې وه.
خو دوستم ولې وارخطا دی؟
 ۱ـ د دوستم او احمد ايشچي د قضيي نړۍ وال کيدل: باوري سرچينې وايي چې د دوستم او ايشچي قضیه د جرايمو نړۍ والې محکمې ته سپارل شوې او دا چې په افغانستان کې يي د څيړنې وس نشته نو د جرايمو نړۍ والې محکمې د اروپا او امريکا د ملاتړ له تر لاسه کو لو وروسته اوس پر دې دوسیه کار پيل کړی دی نو دوستم د لاریون، خبرداري، بدمعاشۍ،وسله والو او نامسولو ډلو په جوړولو کوښښ کوي ځان پياوړی وښيي.
۲ـ په شمال کې د دوستم د بديل را پيدا کيدل او په ازبکانو کې د نوموړي پر ضد کرکه: د احمد ایشچي بې عزتي که يو لوري ته د افغانستان سیاسي سيستم ته ستر شرم وو بل لوري ته په ازبکان کې بل هر رسوخ لرونکي مشر ځان د ايشچي پر ځای وليد نو يي که يو ډول د ايشچي په برخليک د نه اخته کيدو په خاطر په ظاهره دوستم ته سر خوځاوو په باطن کې د دوستم پر ضد په ازبکانو کې پټ کار هم روان دی.
۳ـ سياسي انزوا: دوستم ناپوهۍ او خپلې سرتمبه ګۍ سختې سياسي انزوا ته بیولی دی ان تر دې چې ده ته ډير نيږدې کس فيض الله ذکي هم څو وارې په شخصي مجالسو کې ويلي دي چې د دوستم تر راښکاره کيدو به دا غوره وي چې نوموړی چیرته څنډې ته پاتې شي.
۴ـ بيځايه غوښتنې: دوستم که څه هم د ولسمشر لومړی مرستيال دی ولې افکار يي لا هم اصلاح شوي نه دي پر احمد ایشچي جنسي تیری، پر اکبربای د جنسي تیري هڅه،څو ځلې ځينې قومي مشرانو او حتی نيږدې کسانو ته د بې عزتۍ هڅې يي ددې لامل شوې چې ولسمشر پرې باور ونکړي. ان تر دې چې په شمال کې دوه ځلې د نوموړي خپل سرو عملیاتو هم ولسمشر په خاص ډول په دې سل په سلو يقيني کړ چې کږه پوښتۍ به سمه نه شي او که دوستم هرڅومره حکومت ښه سړی وښيي نو ناشونې به وي چې دا د« و وژنه، بې عزته کړه، بندي کړه، کش کړه،جنسي تیری پرې وکړه» فکر لرونکی کس دې سم شي.
اوس چې دوستم ټول افغانستان پيژندلی دی او ان په تیرو کړنو يي شته حکومت شرميږي نو دا سړی د مصنوعي طالبانو، داعشيانو، نامسولو وسله والو کسانو او جوزجان د ناامنه کولو په لړ کې يو لوري ته په دې هڅه کې دی چې بیرته خپل سياسي دفتر ته لاره پيدا کړي او بل لوري ته دنړۍ والې محکمې له څيړنې خلاص شي.
خو يوه خبره باید روښانه شي چې په ۲۱ پيړۍ کې نه د دوستم افکار څوک منلی شي او نه به ازبک قوم د دوستم پر شته سرتمبه ګيو د ټينګار په لړ کې خپل حقوق تر لاسه کړي ښه به دا وي چې ازبکان هم د عدالت يوه برخه شي او د دوستم په مصنوعي پورته پورته لويدو د نورو قومونو بدي او د دوستم شرمونه خپلو کورونو ته يونه سي.