ملي امنيت ځواکونو په کندهار کې شل کسه وسلوال نيولی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67790
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-04-26

ملي امینت  عمومي ریاست وائې چي ددغه ریاست د ځواکو نو لخوا د وسلوالو طالبانو څلور ډلې  چې د غړو شمير يي ۲۰ تنو ته رسيږي او د طالبانو د کوېټې شورا پورې اړه لري نيولي دي. نیول شوودوی ادعا کوي چي نیول سوي کسان   د بهرنيانو په لمسون هوډ درلود چې په کندهار ښار او څيرمه سيمو کې  نا امني رامنځ ته کړي.

دغه ریاست وائې چي یادو کسانو  پر  خپل جرم اعتراف کړی او ويلي يي دې، چې  دوی ته  دنده سپارل شوې وه چې په کندهار ولایت کې  هدفي وژنې، پر پوځي او ملکي کاروانونو او موټرو بريدونه، په بېلا بېلو ځايو کې د ماينونو د خښولو ترڅنګ نور تخريبي کړنې هم ترسره کړي چې د ملي امنيت ځواکونو لخوا ونيو ل شول.