غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67794
امین ګودر
دخبریدو نیټه : 2017-04-26

زما د زړه په جوماتونو کې سجدې نکوي
اواز یې ګونګ شو سرینده هم اوازې نکوي

ټوله مستي یې رانه وزبېښله، ورکه شوله
اوس مې دا خوله له خفګانونو نه ګیلې نکوي

ماته خندا نکوي او مانه مرور هم ګرځي
دا خپل زړګۍ مې نور له ما سره کیسې نکوي

تا چې مات کړی و لا هم همداسې مات پروت دی
ستا له تلو وروسته مې پیوند د زړه ټوټې نکوي

ګودره! لاړمه خو بیا مې هم زړه صبر نشو
دا زړه مې لا هم ستا له مینې نه توبې نکوي