د حکمتیار نوی دریځ هیله ناک دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67808
سرلوڅ مرادزی
دخبریدو نیټه : 2017-05-02


 د سیاست یو پېژند داسې هم کیږي چې وايی، سیاست دوست او دښمن نه لري، د ارزښتونو او ګټو د خوندیتوب پوهه او هنر دی. په سیاست کې پروني دوستان په مخالفینو او پروني مخالفین په دوستانو بدلېدای شي. شخصیتونه او ګوندونه او د دوی سیاسي تګلارې او کړنچار ملي ګټو او ارزښتنو سره د چلند په تله، تلل او ارزول کیږي.
په تېرو څلویښت کلونو کې، ښاغلی حکمتیار د نورو په توپيرهغه سیاسي څېره ده چې ډېر ځله يي په بيلا بېلو وختونو کې اړوپیچ او بېلا بېل سیاسي دریځ لرلای دی. که د عیسوي شلمې پېړۍ په اویا یمه لسیزه کې د ارواښاد داوودخان په وړاندې د حکمتیار دریځ په لنډو جملو کې راواخلو، هلته د ملي ګټو په مقابل کې چې د هېواد امنیت يي په سر کې راځي یوخوا په پاکستان کې د میشت برهان الدین رباني، احمد شا مسعود او حکمتیار چلند او بلخوا د کابل په وړاندې د اسلام اباد دریځ له یوه ورخه اوبه خوري. برهان الدین رباني او احمدشا مسعود چې افغانستان کې يي اسلام ته د خطر په پلمه د اسلام اباد مرسته او ملاتړ غوښته، خو تر دې ماسک لاندې يي موخه داوه چې افغانستان د واک په څو ټاپوګانو وویشي او مرکزي حکومت کمزوری او وروسته يي له پښو وغورځوي او دا هغه څه وو چې اسلام اباد هم غوښتل.
له بده مرغه حکمتیار هغه مهال د اسلام اباد او هم د رباني ــ مسعود اسلام ته د خطر داسې شومو تبلیغاتو ته پاملرنه ونه کړه او په دې لامل د دوی د وروستیو شومو پلانونو په پېژند کې پاتې راغی.
اسلام اباد ته د افغانستان په کورنیو چارو کې د زیاتو او پراخو لاسوهنو فرصت له دغه مهاله برابریږي او له دې وروسته په بېلا بېلو پلمو د افغانستان په وړاندې د اسلام اباد نااعلان شوې او تپلې جګړه تر ننه ادامه لري!
په ۱۹۹۲ کال کله چې نظارشور او اسلامي جمعیت د پخواني ولسمشر نجیب الله په حکومت کې د پنځم ستون په مرسته په یو اړخیزه توګه کابل نیسي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې تګلار شنډوي چې د حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند دهغه پلیتوب ته ژمن وو، حکمتیار اسلام ته د خطر په راز د رباني ــ مسعود په ټوله سیکټاریستي نقشه پوهیږي او د دوی د درواغجن اسلام په وړاندې دریځ نیسي. د کابلښار د ویجاړۍ او د ۷۰ کابلیانو د ټولوژنې مسولیت ځکه د نظارشورا او اسلامي جمعیت پر غاړه دي چې دوی یوخوا د ملګرو ملتو د سولې پلان شڼد کړ او بلخوا برهان الدین رباني د پېښور د شوي تفاهملیک په خلاف چې هلته د څلورو میاشتو لپاره د دولتمشر پتوګه په پام کې نیول شوی وو، د واک د غځولو او دایمي کولو لپاره جګړې ته لاس واچاوه.
په دغه جګړه کې نظارشورا او اسلامي جمعیت د دولتي واک د انحصار لپاره چې وروسته بیا له دې لارې خپل نور سیکټاریستي پلانونه پلي کړی او حکمتیار د انحصار په وړاندې او د سیکټاریستي پلانونو د شنډولو لپاره جګړې ته اړوځي.
د بن کنفرانس کې هم د دولتي واک په سلو کې اویا ونډه، نظارشورا او اسلامي جمعیت ته بخښښ شوه؛ د هېواد زیاتې ملي څېرې او ډلې، اسلامي ګوند او طالبان له واکه ګوښه پاتې شول او دلته بیا هم د واک په سر د شخړو لپاره لار پرانیستې وساتل شوه.
که د لنډ تېر تاریخ څپرکې چې شخړې پکې وتلی خای لري دلته وتړو، حکمتیار یوځل بیا د روغې جوړې تګلار ته هرکلی ووایه. افغانستان ته د سولې په راوستلو، د جګړې په مخنیوي او د روغې جوړې په لار کې د هر افغان اوچت شوی ګام باید وستایل شي. دا چې حکمتیار وايی د جګړې او شخړو څپرکی تړي او له دې وروسته د سولې او په هېواد کې د امنیت او بیا ودانۍ لپاره خپلې هڅې راټولوي، د خوښۍ خبره ده.
د حکمتیار دغه اعتراف چې په ۱۹۸۹ کال يی د مجاهدینو د جلال اباد ښار د نیولو جګړه، غټه تېروتنه وګڼله او په دې اړه يي له ننګرهاریانو او افغانانو بخښنه وغوښته، یو زړور او افغاني اقدام بللی شو.
د حکمتیار اعتراف نظارشورا او جمعیت ته هم ورزده کوي چې د کابلښار د ۷۰ زره کابلیانو په ټولووژنه اعتراف وکړي او لږ تر لږه له کابلیانو بخښنه وغواړي!
د مرکزي حکومت په پیاوړتیا د حکمتیار ټینګار او د اجراییه رییس عبدالله عبدالله او ولسمشر اشرف غني څخه هیله چې یو دې له څوکۍ تېر شي، څو مرکزي غښتلي حکومت جوړ کړو، د نن شېبې غوره غوښتنه ګڼل کیږي.
د افغانانو ترمنځ د یووالي او پر ټوله خاوره د بشپړ حاکمیت لپاره، تر هرڅه لومړی باید د واک بېلا بېل ټاپوګان ختم شي او یوه مرکزي واکمنه اداره رامنځته شي چې هم په کور دننه او هم له بهره ور پېښوخطرونو ته په وخت او اړین ځواب وویلای شي.
د ۲۰۱۷ کال د مۍ لومړۍ