د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د مهماتو یوه زېرمه له منځه وړل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67810
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-05-02

 د برمل ولسوالۍ د ملکشي په سیمه کې د یو طالب قوماندان صورت خان په کور عملیات شوې چې له امله یې د مهماتو یوه زیرمه کشف او له منځه ورړل شوې ده.
په برمل کې د ملي اردو د کنډک قوماندان ډګرمن محمد ایوب د مالوماتو له مخې نن سهار شاوخوا اته بجې د برمل ولسوالۍ د ملکشي په سیمه کې د طالبانو د یوه قوماندان په کور یې عملیات کړې چې له امله یې یوه زیرمه کشف او د ملي اردو ځواکونو له خوا د کور څخه د باندې چاودنه ورکړل شوې ده. په مهماتو کې ماینونه، لاسي بمونه، د ماینونو ریموټونه، بېترۍ او دې ته ورته نور مهمات نیول شوې.په ورته مهال د ملي اردو ځواکونو  له ملکشي سیمې تر انګور آډې پورې لاره چې څو ورځې د مخالفینو له خوا بنده وه، نن یې بېرته د ولسونو پر مخ خلاصه کړه.