دا بیا ولي په جنګ سو؟!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67814
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2017-05-02


چې یې استنګ استنګ سو نو په جنګ سو
 چې له واکه ولوید بیا خاوند د ننګ سو
 وایي دا د «کري» دولت غیر قانوني د ی
 غوږ ږده هرخوا د مات رباب تړنګ سو
 ټول عمر یې لکه خردغلا پیسې ځغلولې
 اوس یی سم ورانیدو ته دوسره کولنګ سو
 ته وخدای راویښ سئ اې ویدو افغانانو
 دا زموږ ویره ډیرو لویو غلو ته قلنګ سو
 که غل غدو دلته واکمن وي هر څه سم دي
 په دې ملک کې چور سبب د لوی جنګ سو
 دا څه حال دی په دې ملک کې هره ورځ
 هر پوه سړی یی په لیدو کټو پوره منګ سو
 نه شرم نه حیا پاته سوه دچا په سترګو کې
 دا دسیاست کېچړی خلکو ته بلمنګ سو
 ان پوه خلک په دې نظام کې وتلې غله سوه
 لوی غل د لوی وزارت دلته همسنګ سو
 دا وطن هغه وخت سم دم خراب سو
 چې د نظار دغلو په کې ننه باسنګ سو
***
د دنیا خلکو ګټلې ده په بخت
 ان بخت خر رسوي تر تخت
 پوهه نه لري په ژوند څه اثر
 ځکه پر پوهانو ژوند سو سخت
***
خدای دی لوده ته شته نه ورکوي
 که نه له کبره پرتوګ پر سر تړي
 خدای دی بې علم ته څوکۍ نه ورکوي
 که نه هرچیري چې ځي څوکۍ پر خر تړي