غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67815
پوهنمل محمد وارث
دخبریدو نیټه : 2017-05-02

 

دستورو شړاسمان سره مې شپې شوې
 داوښکو لوند ګریوان سره مې شپې شوې

 لارې د منږل کږې وږې ښکاري
 تیاروکې د کاروان سره مې شپې شوې

 دلته هستي ټوله دګواښ لاندې ده
 بیا څومره سخت ګذران سره مې شپې شوې

 خیاله ماته ارته دنیا جوړه کړه
 داهسې تنګ جهان سره مې شپې شوې

 څړیکې د پرهر مې هیڅوک نه اوري
 بیا ټول عمر درمان سره مې شپې شوې

 ژوند مې په سلګیو کې لاهو شولو
( وارثه ) د توپان سره مې شپې شوې