(ماته یی دروغ ویلی دي)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67816
بازمحمد روغوال
دخبریدو نیټه : 2017-05-02

(ماته یی دروغ ویلی دي)
یو ملا خپل زوی په وهلوسره دومره وواهه ، که چیرته د کلی ملک نه وې راغلې نیژدی وه چې مړ کړې به یی وې، د کلی ملک ملا ته وویل ، چې زوی دی چلم ،چرس ،او یا بنګ یی وهلی دي او که قمار، یا غلا یی کړی ده ، ملا ورته وویل ،چې ملک صیب! زما د زوی ددی نه زیاته او لویه یی کړی وی، ، نو ملا صیب ملک ته وویل ،چې ددی نه لویه ګناه کړی ده ، ملک بیا ورته وویل، چې شاید ، قتل، احتتاف ،او یا زنا نو ملاصیب ته وویل، چې ددی نه هم زیاته او کبیره ګناه یی کړی ده، اخردکلی ملک ملا ته وویل، چې دا کومه ګناه ده، چې ددې ټولو ذکر شوو ګناهو څخه لویه ده ، نوملاصیب د ملک د سوال په په ځواب کې وویل۰ چې زما زوی ماته درواغ ویلی دي، او درواغ د ټولو ګناهونو مور ده، نو ملک ملا ته وویل،چې خدای دی خوار مه کا ! درواغ خو پدی اوس وخت کې دومره رواج ګرزیدلی ، او ډیر دروغجنان ددروغوپه برکت سره په اوسنی وخت کښې لوړو لوړومقامو ته رسیدلی دی، او که چیرته ستا زما خبره باندی باور نه راځی ۰دي د شورا بغضی وکیلانو ته خو یو ځل وګور ه ،