د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د نږدې ۱۴ کیلو متره سړک جوړولو چارې پیل شوې .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67818

دخبریدو نیټه : 2017-05-06

ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د شیرګړ سیمه کې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د کلیوالي لارو د جوړولو ملي پروګرام په ۱۶۷ میلیونه افغانیو مالي لګښت د نږدې ۱۴ کیلو متره سړک د جوړولو چارې د غويي په ۱۶مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت څخه مننه وکړه،چې د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې د سړک جوړونې پروژه عملي پيل کړه .
نوموړي زیاته کړه،د شیرګړ سیمې سړک دیارلس عشاریه څلور اتیا کیلو متره اوږدوالی او اووه متره پلنوالی لري، چې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت په یوسلو اوه شپیته عشاریه اتیا میلیونه افغانیو مالي لګښت د یو کال په موده کې په اساسي ډول جوړیږي .