لغمان د هوساينې په لور!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67820
ا، ز دُراني
دخبریدو نیټه : 2017-05-10

 

لغمان په ختيخ کې پروت ولایت دی، چې د علم، پوهې، سولې او ادب په ټاټوبي مشهور دی، دلته مېشت قومونو تل د منتخبو نظامونو ملاتړ کړی، پدې ولایت کې د علم دروازې پرانيستي، د کرنې له اړخه اباد او سمسور دی.

ولې لکه څنګه چې لازمه وه، په تېر کې ورته په هاغه اندازه کار نه و شوی څومره يې چې اړتيا وه، خو دا شته په تېرو دوو کالونو کې تر يوه بريده ډکه شوه.

له کله چې لغمان ته نوې ولايتي اداره په ۱۳۹۴لمريز کال کې وټاکل شوه، له هماغه ورځ د ولايتي ادارې رهبرۍ د قومي مشرانو، ديني عالمانو، روڼ اندو، ځوانانو او د ټولنې هر قشر سره پرلپسې ولسي مشورتي ناستې وکړي، لومړيتوبونه يې معلوم او په رسمي ډول یې تر مرکزي وزارتونو ورسول.

په ۱۳۹۵لمريز کال کې د کله ګوش او وطن ګټو په څېر د سترو بندو د جوړېدو په موخه لومړنۍ چارې ترسره او طمه ده، چې راتلونکي لنډ وخت کې يې د جوړېدو عملي چارې پیل شي.

سراج تاريخي کلا بیارغونه، د ښځينه فاتحو اخيستو سالون، د بابا صاحب زیارت د سړک، تر درې سووو زياتو ښووونځيو ته د ودانيو او څلورديواليو، سړکونو، پلونو او نورو جوړېدل هغه څه و، چې لغمان ميشته ولسونه يې شاهد دی.

د لغمان والي په پرلپسې ډول د ماليي، ښارجوړونې، اقتصاد، تجارت، برېښنا، پوهنې ، ټولګټو چارو او نورو وزیرانو د ملي امنیت شورا مرستيال سره ليدلي، یو شمېر مهم وړانديزونه يې ورته کړي او بیا يې تر هغه وخت تعقیب کړي، تر څو چې علمی بڼه غوره کړي.

په تېر لنډ وخت کې بادپښ ولسوالۍ ته د ځغيدلي سړک، د الينګار ولسوالۍ سنګر درې سړک، د کابل – جلال اباد پر لویه لارې مشالې کمر ته نږدې بادپښ ولسوالۍ ته د لوی پل، د ښوونځيو ودانۍ، څلورديوالۍ، اداري ودانۍ، ستر مسجد چې تر زرو لمونځ کوونکو څخه به د ډېرو لمونځ کوونکو ځایدو ځای ولري او نورو د جوړېدو چارې عملاً پيل او يو شمېر نور يې د ولسي هوساينې او ارامتيا په موخه پرانيستل شوې.

لغمان د سولې، امن او ورورولۍ کور دی، او دا هغه وخت ثابته شوه، کله چې د اسلامي حزب امير انجنير ګلبدين حکمتيار خپل حضور په همدې ولایت کې وکه.

نن په لغمان کې تر شپږکلن انتظار وروسته د پوهنتون ۵۳استادانو ته د کور جوړونې په خاطر ځمکې ورکړل شوې، او همدې ته ورته د نورو ډېرو اړمنو لاسنوی په هره برخه کې شوی او د ژوند په سپرغيو يې سړې اوبه توي شوي.

په يو شمېر برخو کې به لا هم ډېری ستونزې موجودې وي، ولې تر کومه چې ما د والي څخه اوريدلي د له منځه وړلو په اړه يې جدي کار روان دی.

د سوکاله او اباد لغمان او افغانستان په هیله