ازادی راډیو په هلمند کې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67823
عزیزالله هلمندی
دخبریدو نیټه : 2017-05-10


ویل کیږي چې راډیو دهر کور محرم وي ، هر کور ته بېله سته ورځي ، همداسي راډیو په ټولنه کې د یوې ښوونځی مثال لري هغه چي بېلابیل څه پکي زده کیږي. نن ورځ راډیو دخورا عصري تکنالوژی سره بیا هم خپل اصالت خوندي کړی دی، ځکه چیري چي تلویزویون او انټرنیټ لار نه لري د راډیو څپې هلته رسیږي .  له بلي خوا اورېدونکي ولسونه تل د هغې راډیو سره خپله علاقه ښيي چې تر منځ يې ګډ باور شتون ولري. که د راډیو له میکه هغه څه خپریږي چې د خلکو له دودونو او باورنو سره سمون ولري خلک ورته لبیک وايي. د راډیو او خلکو تر منځ ستونزه بیا هغه وخت زیږیږي چې د راډیو له میکه د ولسي ارزښتونو ، باورنو او عقایدو خلاف څه خپریږي دا نو هغه وخت وي چې د راډیو مسولیت د بې مسولیته او غیري مسلکي کسانو لاس ته ولویږي چې یا خو د ژورنالیزم او خبریالی له اصولو خبر نه وي یا خپله شخصي سلیقه ورباندي غالبه وي. دې حالت ته ژورنالیستکي فساد ، ناغېړي ، سرغړونه او ناوړه ګټه اخیستنې ټول تعریفونه صدق کوي. ژورنالیستکي فساد ځکه دساري ناروغۍ په ډول وي چي خورا په چټکی سره خپریږي. پر ټولنه ناوړه اغېزه پرېباسي او سمدستي نسل دګمراهی په لور سیخوي. دې برخه کې د خبریال مسوولیت خورا دورند وي خبریال د ټولنې عکاس وي هر هغه څه چې په ټولنه کې وینې هغه عکاسي کوي او دټولنې مخي ته یې ږدي . دې دروند مسولیت کې باید خبریال بې پرې او له خپلي شخصي سلیقې له مخي راپور جوړ نه کړي بلکې پر حقایقو ولاړ راپور د راډیو تر میک پوري ورسوي تر څو هم خلک پرې باور وکړي هم دراډیو حیثیت خوندي پاته شي.
هلمند کي دا ګړی شاوخوا لس راډیوګانې خپرونې لري چې له دې شمېره ځینې يې له پلازمېني کابل ، ګاونډي ولایتونو او یا هم خپله مرکز لښکرګاه څخه خپریږي. دې ډله کې یوه هم ازادی راډیو له پراګه خپریږي له شاوخوا ــ اتو نهو کلونو راهیسي په ایف ــ ایم څپه خپرونې لري ، انصافاً یې ځینې خپرونې مثبتي اغېزي لري.
په خواشینی سره له کومې ورځې راهیسي چې هلمند کې دازادی راډیو خبریال الیاس داعي له هلمنده راپورنه ورکوي تر ډیره پر صداقت او حقایقو ولاړ نه وي ، خپل ملي او ژورنالیستکي رسالت لکه څنګه چي باید وای نه دی اداءکړی بلکي ازادی راډیو دخپل مادي او سلیقوي ګټو لپاره کاروي. ثبوتونه شتون لري چې الیاس داعي د موټر تیل د هلمند امنیه قومندانۍ له تیلو ټانکه اخلي او تر څنګ يې دمیاشتي د دوو پولیسو معشونه هم پولي اکاونټ ته لویږي او دداعي راپور په امنیه قومندانی کې فلټر کیږي او بیا ازادی راډیو کي خپریږي ، په اخلاقي دوسیه او قضیه يې ټول لښکرګاه ښاریان خبر دي چې جنایی کې پرته ده. تر ټولو لا بده دا بلل کیږي چي له مخالفینو سره اړیکي لري تلیفوني ثبت يي شتون لري ، همداسي له ولایت ، ښاروالی او یو شمېر نورو ریاستونو سره باج لري چې په دې سره یې راپورونه تر ډېره کاذب او له حقایقو لیري دي په داسي حالاتو کې یو څوک پر اړوندي راډیو هیڅ باور نه سي کولای دې کار په هلمند کې دازادی راډیو محبوبیت خورا خام کړی دی او هیڅوک له هلمند په خپاره شوی راپور باندي باور نه لري.
دازادی راډیو له مشرتابه پلاوي غوښتنه دا ده چې هلمند کې دا سي یو خبر یال وګماري چې د ملي ، ولسي او سیمیزو ارزښتونو ته ژمن وي او هم يې راپورونه پر حقایقو ولاړ وي ، ترڅنګ يې دښه شخصیت لرونکی وي ، پر هیواد مین او له خپل مسلک سره مینه ولري.