لغمان کې ددولت ۲۱ وسلوال مخالفین ووژل شول :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67834
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-05-17

 

لغمان کې نن دریمه ورځ د سېلاب پنځه په نوم د افغان ګډو ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې  بیاددولت ۲۱ وسلوالو مخالفین ووژل شول. په نننو عملیاتو  نوره ، قصبه ، ګمبه ، سلینګار او بدیع ابادکلی تصفیه او تر څنګ یی د علینګار ولسوالی اړوند د بصرام ، شهید بابا ، شهباز قلعه . قلعه تک  او حیدر غر  په سیمو کی همداشېبه د ګډو ځواکونو  عملیا ت جریان لري

د لغمان چارواکي تایدوي چي په نننیو عملیاتو کې د ۲۱ وسلوالو دوژل کیدو ترڅنګ د مخالفینو دوه عرادي پيکپ موټرونه او ۸ عرادي موټرسایکلونه او یو میل هاوان ویجاړ او لمنځه وړل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي