د سینما سپينه پرده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67853
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2017-06-03


اخیر ته هم سوې ورته په کټ کټ
د لومې دانو ته ګورې په پټ پټ
دې دانو ته څوک تینګیدای نسي
ته به هم سې په مرداریو کې لټ پټ
***
ټوله ړانده دلته دبینا اکت کوي
ټول بدرنګه د ښکلا اکت کوي
دا دنیا اوس سپینه د سینما پرده ده
توره ورځ کې تندر د ړنا اکت کوي

امریکا ته وطنپلور د شرابو له خمه پاک راویستې
د ګناه د مرداریو له څاه څخه یې صاف را ویستې
ته وطنپلور په کومه ژبه له خپله پلاره مننه کوې
ته د پشې وچ غول یې لکه طلا له خاک راویستې
دا چې اوس یې هرې نغارې ته نڅیږي عجیبه نه ده
ته يې د خپل نښې لپاره له خاورو لکه تاک راویستی
***