هلمند : په بېلابېلو سيمو کې ۲۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67888
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-06-11


د هلمند په ګرمسېر، نادعلي او نهرسراج ولسواليو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو هوايي او ځمکنيو عملياتو په ترڅ کې ۱۷ طالب جنګيالي وژل شوي او ۷ تنه نور يې ټپيان دي.
د نادعلي ولسوالۍ لوې باغ سيمه کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې شپږ طالب جنګيالي وژل شوي او څلور تنه نور يې ټپيان دي.
د نهرسراج ولسوالۍ د (باغرانيانو کلي) سيمه کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو پر يوې کارخانې بريد شوی چې له مخې يې د ماينونو ۸ ماهرين وژل شوي دي او ياده کارخانه په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده.

وسلوال طالبان د خپلو یو شمیر ملګرو وژل مني خو چارواکو ته د درانه تلپاته د اړولو خبره هم کوي