غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67894
مصطفی آرین
دخبریدو نیټه : 2017-06-11

غزل
 هم جام په لاس کې راکړي او هم جام راځینې اخلي
 دا وخـت هم انتقام د کـوم انجام راځـينې اخلي
 دمینې لفظ څو توري دي خونه ئې راوړم په ژبه
 پوهیږم چې یو وخت به انتقام راځينې اخلي
 پرون ئې د پل نښې راته ورانې کړې پر لارې
 حیران یم چې دا نن څنګه سلام راځينې اخلي
 ګوګل نه مې دټينګې عقیدې مهراب جوړ کړې
 منبر مې ورانوي د زړه امام راځینې اخلي
 څو اوښکې ملغلرې مې ساتلي په ګریوان کې
 څه ضیآ راځينې اخلي څه پدرام راځينې اخلي
 بس ښه خبره وشوه زه د غر شوم ته دسمې
 ګل رخې په زارۍ ماڼو په پام راځینې اخلي
 آرینه له مرچله کوزیدلې ځـــــکه نشم
 هم ننګ راځينې اخلي او هم نام راځينې اخلي