د هيروينو درې کارخانې لمنځه يوړل شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67896
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-06-12

د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ سترې ترمۍ سیمه کې تيره شپه شاوخوا يولس بجې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې معينيت ځانګړو پولیسو عمليات کړي او په ترڅ کې يې د هيروينو درې کارخانې لمنځه وړي.

دغه عملياتو درې ساعته دوام کړی او پر مهال يې بېلابېل ډوله نشه يي توکي او کمياوي مواد هم لمنځه وړل شوي.
په دغه عملياتو کې ځانګړو پولیسو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.