دموردورځی په مناسبت په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دمبارکی پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67903
سويډن دمالمو ښار
دخبریدو نیټه : 2017-06-13

بسم الله الرحمن الرحيم وياړ په تا غيرتی مور ! مادران وخواهران باعزت ! روز پر میمنت مادر این نماد مهربانی وعطوفت رابه تمام ما دران بزرګوار ورنجديده مهین درسراسر ی جهان تبر یک وتهنیت ګفته ارزو ی صحت ،سلا متی وبهروزي همه ما درا ن عزیز را تمنا داریم . درنوخويندو اوميندو! تاسو اوستاسو په وسيله ټولو افغانی ميندوته دنړۍ په هرگوټ کې چي ياست دمور دنيکمرغه ورځي په مناسبت دزړه له کومي مبارکی،نېکي هيلي اودرناوی وړاندې کوو؛تاسوټولوباغيرته اوباعزته ميندوته دلوي څښتن له دربارنه دهوسا اوبسيا ژوندغوښتنه کوو . زموږ په هيواد په کالهينداره کښي دڅولسېزوراپدې دجوزا دمياشتي (( ۲۴ )) دمورورځی لمانځنې ته ځانگړې سوې ده اوددې دورځې په مناسبت دهيواد په پلازمېنه اودولايتونو په مرکزونو کي غو نډي جوړېږي، دلوستو افغانانو په کورنيو کښي مو ر ته ددې ورځي په مناسبت مبارکي ويل کيږي اوپه ځانگړو ډاليو نازول کيږي . مگر داسي وخت هم راغلی کله چې تنظيمونه اوبنسټپالې ډلي واک ته ورسېدلې دا ورځ چي مور ته ددرناوي دورځې په نامه ډالی سوې اوزموږ دهيواد په کليزه کي په نښه سوې وه ،لمانځل یې قدغن سوی او گناه کبيره ورته ويل سوې . ددوي په حاکميت کښي هيچا دښځې دحق او آزادۍ،دمور دمقام اودرناوي خبره پرخوله نشوه راوړاي . رښتيا خودادي چي ددغې ورځې لمانځنه له هغې لومړۍ ورځې بيا تر ننه پوري په رسمياتو کي يوه تشريفاتي بڼه درلوده .کله چې به هغه وخت هم چارواکو دښځو دحقوقو،دمور ددرناوی اوهغوي ته په ټولنيز ژوندکې دنارينه سره دبرابراوفعال گډون خبرې کولې، ښځي به یې په اورېدوحيراني پاته شوې چې دا چارواکي څه پرتي وايي،ځکه په عمل کې خو ښځودرناوی نه پېژاند اونه ئې احساس کړی دی . اغلواوښاغلو! که دبشري ټولنې تير تاريخ ته نظرواچووداسي ولس به ونه موندل شي چې مورته دقدراودرناوي په سترگه ونه گوري . مگر په رسمي اوعام ډول دا(( ۱۲۰)) کاله کېږي دنړۍ په ټولوهيوادونوکې دموردورځی په نامه دهغې دزحمتونواو تلاښونو قدرداني کيږي ،کوم چې هغې د خپل ماشوم دلويولو اوروزلو په لارکې ګاللي دي . د۲۰۰۱ کال راپدې خواچې په افغانستان کې دطالبانو رژيم نسکور شو،دښځودحق خبري يوځل بيا ددولتي چارواکوپر خولې سوې،داسي ښودل کېږې چې گواکې ښځوته حق ورکول کيږي . مگر متاسفانه همدااوس هم دنړيوالي ټولني او زموږ پتمنوخونيدو اوميندو دغولوني لپاره هرچېرې اوهره ورځ دښځو دحقوقود دفاع، هغوی ته دهيواد په سياسي،اقتصادي،اجتماعي اوفرهنگي ژوند کي دفعال او برابرگډون خبري اوتبليغات کيږي،مگر په عمل کي بيا زموږ ميندي اوخويندي تر هر چازيات په ډيرو بدواوزړه بوږنوونکو شرايطو کي ژوند کوي . زموږله بېوزله ،مجبورو اوکړېدلو ميندو څخه سوله اوسوکاله ژوندداقتصادي اوټولنيزو ستونزوسره يوځاي ناامنیوله ځان سره وړی دی . له بدمرغه په تېرودرلسيزوکي ترهمدا نن پوري داسي ورځ نه ده ماښام سوې چې دافغاني مور تر سترگودي اوښکي نه وي څڅېدلي . داسې ورځ به نه وي تېره شوې چې څوميندي دې پکې بورې شوی نه وي اودخپل زړه دټوټې اويا ژونددملگرې زنې دې نه وي تړلې . له يوې خوا ئې مذهبي سوداگرداسلام ددفاع په ټوپکونواوځان وژونکو واسکټونو،انفجارونو اورنگارنگ برېدونو اوله بلې خو ددولتی نخوالواوسياسی اختلاف پربنياد هره ورځ د لسګونو ميندو پر وږو دهغې دبچيانوجنازې له کوره دهديري په لور وزي . حقيقت خو دادی سره لدې چې ښځې زموږ دټولنې پوره نيمايې جوړه وې دبهرنيو ځواکو نو اونړيوا لوسازمانوپه شتون کې دهغوي حقه حقوق په يوه اوبل نامه ترپښو لاندي کيږي او نه هم دوي ته دانسان په ستر گه کتل شوی . پد ې کلونوکي داسي عملي گامونه ندي پورته شوی چي دهغو په پايلوکي دې دافغانی ښځو انساني اواسلامي حقوق اوآزادي تظمين شوې وي ،اويا دي هغوي دمنځنيو پيړيو،له دود اودستور،د جنگسالارو او زورمندانو دوحشي منگولو څخه نجات موندلی وي . له بدمرغه دهيواد په گوټ گوټ کې زموږ زيات شمير ميندي اوخويندي ترجنسی ستم لاندي ددردونکو ستونزوسره يوځاي شپې اوورځی سبا کوياوياخپل خوږ ژوند له لاسه ورکوی . افغاني مېرمن دمختلفو تعصوبونو اوتبعيضونو پر اساس په ټولنه کي دمساوې حق څخه محرومه پاته شوې. ښځه اوپيغله دتعليم،تحصيل اونارينه سره دگډ اوبرابرکاردحق او حتا دسرنويشت دټاکلو،خپلي ارادې اوعقيدي دبيانولوڅخه محرومې دي . زموږ په هيوادکې دعنعنو اوعقيدونه په ناوړه گټه اخيستنې سره افغانې ښځې تر بل هر هيواد دژوند له ټولو سياسي ،اجتماعې ،فرهنگې آزاديو اوحقوقوڅخه محرومي پاته سوی دي او په ټولنيز ژوند کښي دښځو ومقام او ارزښت ته په ټيټه سترگه کتل کيږي .تر اوسه ښځه دڅلوروديوالو بندي او لکه غلام په بدوکې ورکول کيږي جرم نارينه کوي مگر دجرم دجزادروند پېټۍ دخواري او بيچاره ښځي ملاورماته وي . زموږ غيرتی ميندي له يوې خوا پدغو ربړېدونکو شرايطو کښي خپل ماشوم روزي اودبلې خوا دهغوي لپاره دخوړو،جاموپيداکېدو اودرملنې مسوليت پر غاړه لري .همدانن په سلهاو زره افغاني ميرمنې دلوږې اوناروغۍ ،درملنې اوپرستاری ته دلاس رسی نه لرلوله امله دکړاونو اومرگونوسره لاس په گرېوان دي . همدا اوس چي هر لوری دښځو اوميندو مقام ته ددرناوي خبري کيږي .اوسنۍ دولتی چارواکي چي دخپلو لاسته راوړنو يوه لويه بېلگه دښځو دحقوقو اوآزاديو تظمين بولي بياهم دافغاني ښځوپه مقابل کي زورزياتی ،پر پېغلو او وړو انجونو بې شماره جنسی تېری ،دوسله والوکسانولخواپه زور ودونه اوپه بدوکې دښځواو پېغلوورکول،له ښوونځيو دماشوموانجونوراگرځول،دښځينه شاگردانو مسمو مېدل ، دکارپه ځاي کي دښځوتوهين اوله هغوي نه دناوړې استفادې غوښتنه ،زموږ غيرتی ميندواوخويندوژوند اوعزت له جدي گواښ سره مخامخ کړی دی . له نېکه مرغه دزورواکانو اودولتي چارواکوددغوغير عادلانه کړونواوتېريو په وړاندي افغاني مېرمني چوپه خوله ندې ناستي ، دنړۍ دنورو ښځو په شان يې دخپل روا اوانسانې حق څخه ددفاع په خاطر ږغ اوچت کړی او پدي لارکښي يې قربانۍ ورکړې ده . زموږ په عقيده يوازي جشنونه ،په پارلمان اوڅو دولتي اداروکې په سمبوليکه بڼه ښځو ته دمحدوي ونډې ورکول اويا دبهرنيانو دخوښی لپاره په لويو او وړغونډوکي دڅوښځورابلل دهيواد دنيم نفوس هيڅ درد نشي دواکولای . زموږ د هيواد په اوسنيو شرايطو کې د ميندود اقتصادي، سياسي او ټولنيزو ستوزمنو شرايطو اوهغوکړاوونوته جدي پاملرنه اړينه مسله ده ، کوم چې همدا اوس افغانی مېرمنې ورسره لاس اوگرېوان دي . دولتي چارواکي اوپه سرکي ښاغلی اشرف غني ملي او اسلامي مسوليت لري چې دافغانو ښځوله روا حقوقونه دقانون په مټ ساتنه وکړي . اوداسلام دپاک دين په رڼاکي دهغوي په وړاندي دهر ډول تبعيض ،تعصب ، جنسي ستم اوتيري مخه ونيول شي . همدا اوس افغاني ښځي (( ۸۹ )) په سلو کې نالوستی دي ،لازمه داده چي په هيواد کي دښځو دنهضت دپر مختيا لپاره بيله کوم ډارنه غښتلي او کوټلي گامونه اوچت اودويته دسياسی اوفرهنگی فعاليتونو زمينه برابره اودې کارته وهڅول سي . زموږ دهیواد ښځې دنړيوالو بشرې سازمانو،يونيسف ،يونسکو او ملگروملتوو ځانگړو پاملرنواو قانوني حمايو ته دبل هر هيواد تر ښځو زياته اړتيا لرې . په اساسي،مدنی اوجزاقانون کې دبنيادې تغيراتوپه راوستو سره بايد د ښځو خرڅول ،دکوچنيو انجونو په نکاح کول، ښځه په ميراثي ډول بي دهغي له خوښي نه تر لاسه کول ،په بديو کې دښځي او انجلۍ ورکول، پر ښځو فردي او يا ډله ايز جنسي تيرۍ ،دښځو جسمي ، رواني ازار،سنگسار، تيرباران،اعدام اوپه دورو وهل ، په زور اوجبر ښځه دنارينه سره په گډ ژوند مجبورول او داسي نوري ناروا،له اسلامي اوانساني اخلاقوڅخه ليري کړنې چي په هغو کښې دښځوانساني کرامت تر پښو لاندي کيږي منع اعلان اوپر خلاف ئي ددولتي اوشخصي ډله ايزورسنيو په مټ مبارزه وشي . هر هغه څوک اوسازمان چي په رښتيا دهيواد دودانېدواوافغانانو دسوکالۍ سره مينه او علاقه لري، دبنسټپالو اډيالوژي گانو، عقيدواو ښځوسره په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډک برخوردونو،نظرياتواوکړنو پرضد مبارزه ئې ملي ،اسلامي او انساني دنده گڼل کيږي . .پدې هيله چي دا ورځ ډير ژر راورسېږي ترڅو زمو مېړنۍ اوغيرتي ميندي او خوندي له دې ټولنيز وناخوالونه نجات ومومي . موږ يوځل بيا دمور نېکرغه ورځ خپلو ټولو درنو ميندو اوخويندو ته دزړه له کومي بارکي وايو اودويته دهوسا او بسياژوندغوړو ،چې نور ئي دغمونو قاصد دکوردروازه ورونه ټکوي . دامورده چي په يولاس ځانگو په بل جهان ځنگوي . ددوستی پرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب لله غمخور