په پکتیکا کې لسګونه کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شول.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67904
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-06-14

د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې لسګونه بې وزله کورنیو ته د روژې په مناسبت خوراکي توکي ورکړل شول.
د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې ۳۰ هغو بې وزله کورنیو ته چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې خوراکي توکو ته جدي اړتیا لرله د پکتیکا د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري بېلابېل خوراکي توکي ورکړل شول.
په یادو کورنیو خوراکي توکي د چهار شنبې په ورځ ووېشل شول.
بل لورته د پکتیکا په سروضه ولسوالۍ کې هم په ۳۰ بې وزله کورنیو اړین خوراکي توکي وویشل شول.