د پاکستان قونسلګرۍ دوه کارکوونکي لادرکه شوي دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67917
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-06-19

په ننګرهار ولایت کې د پاکستان قونسلګرۍ دوه تنه کارکوونکي چې د غبرګولې په ۲۶مه یې غوښتل،پاکستان ته ولاړ شي،سهار وخته د قونسلګرۍ څخه تر بهر کېدو وروسته لادرکه شوي دي.
تر دې دمه معلومه نده،چې یاد کارکوونکي له کومې سیمې لادرکه شوي،خو ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پاکستان قونسلګرۍ له مسؤلینو سره په همغږۍ هر اړخیزې هلي ځلي پیل کړي،ترڅو یاد کسان پیدا او قونسلګرۍ ته یې وسپاري .