نهه تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67930
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-07-02


د جلال اباد ښار او بسهودو ولسوالۍ مربوطاتو کې نهه تنه د قتل، غلا، وسلو ګرځولو او وسله والو مخالفينو سره د اړيکو په تور ونيول شول.

د معلوماتو له مخې د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ د بيز اکمالاتي سيمه کې پولیسو څلور تنه د قتل په تور نيولي دي.
په ورته وخت کې پولیسو د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د يوې مېرمنې په ګډون تر شک لاندې درې تنه نيولي.

دغه راز د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند مولوي خالص فاميليو سيمه کې يو تن د يو ميل تومانچې او په څلورمه ناحيه کې يو تن د غلا په تور نيول شوي دي، چې نيول شوي ټول کسان په امنې قومندانۍ کې تر څيړنو لاندې دي.