طالبانو ادعا کړې چي پرکندوز ښار ئې پراخ بریدونه پیل کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67932
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-07-02

دطالبانو ویاند زبیح  الله مجاهد وائې چي پلویانو ئې  نن سهار سپیده چاود مهال  د کندز ولایت  د مرکز اړوند په تیلاوکي او ملاسردار سیمو باندي  له ۲ استقامتونو(ګورتیپې او کنم) څخه  تعرضي بریدونه پيل کړل.

دوی د شدید چګړې خبر ورکوي  او وائې چي  تردې دمه د  پنجشیري قشلاق پراخه سیمه او ۱ مهمه پوسته په بشپړه توګه ئې نیولې ده
خو دولتي ځواکونه ددوی دغه ادعا ردو ي

ها خوا په کندز د پامير د شلمې فرقي چارواکي د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۲۷ تنو وسله‎والو مخالفینو د وژل کېدو خبر ورکوي.