غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67941
مصطفی آرین
دخبریدو نیټه : 2017-07-02

 

 جانانه خیر که دې له خیاله غورځیدلې خیال یم
 زه هغه روح یم ستا په روح پورې تړلې خیال یم
 زه لکه سپينه جزیره د سمندر په منځ کې
 ستا د نظر په اوقیآنوس کې لمبیدلې خیال یم
 چې هم د خدای او هم د ښکلو سره مینه کوم
 څوموره نازک یم،څومره خوږیم څومره ښکلی خیال یم
 د کومې پيغلې لیونۍ د خوب تعبیر مې بولې ؟
 دزیارتونو په جــڼډو کــې چــا تړلی خیال یم
 هغه ملنګ یم قلندر آ... پیریانې ملنګ یم
 آرینه سم دې په سر سیورې ګرځيدلی خیال یم