په پکتیکا کې د نشه یې توکو پر ضد د کرکټ سیالي پای ته ورسیدې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67947
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-07-12

په پکتیکا کې د نشه یې توکو پر ضد د عامه پوهاوي تر سرلیک لاندې د کرکت سیالي پای ته ورسېده.
یادې دوه ورځینۍ سیالۍ د پکتیکا ولایت د نشه یې توکو پر ضد ریاست له خوا تر ترتیب شوې وې چې د چهار شنبې په ورځ پای ته ورسیدې.
پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي د سیالیو د ارزښت په اړه لوبغاړو او ځوانانو ته خبرې وکړې او ځوانانو ته یې د نشه یې توکو زیانونه بیان کړل.
 فضلي وویل، نشه یو داسې عمل دی چې انسان په ژوند کې له بېلابېلو بدمرغیو سره مخ کوي او د ګڼو روغتیایي ستونزو ترڅنګ یې له ټولنیزو بدبختو سره لاس او ګریوان کوي.
پکتیکا مرستیال والي ځوانان وهڅول چې له نشو لرې واوسي او خپلو زده کړو ته پاملرنه زیاته کړي.
ښاغلي فضلي وویل، ولایتي اداره هڅې کوي څو د سپورت په برخه  کې ځوانانو ته د سپورت زمینې برابرې کړي او د لوبو د ترسره کولو په برخه کې به ورته معیاري لوبغالي جوړ کړي.
د پکتیکا ولایت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس  امید مالک وویل چې یادې سیالۍ یې پدې موخه جوړې کړې چې ځوانان د نشو پر ځای سپورت او زده کړو ته مخه کړي او هم نور خلک وهڅوي چې له هر ډول نشو کولو لاس په سر شي.
د یادونې ده، یادې سیالۍ چې لسو لوبډلو پکې برخه اخیستي وه پاۍ لوبه یې د عالي بابا لېسې دکریکټ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.
ګټوونکي لوبډله او د سیالۍ غوره لوبغاړي په ډالیو او نغدي جایزو ونازول شول.