اچين ولسوالۍ کې تر اوږدو جګړو وروسته د بيارغونې چارې پيل شوې .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67948
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-07-12

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې تر اوږدو جګړو وروسته د لومړي ځل لپاره د بيارغونې چارې پيل شوې او خلک هيله من شوي چې دغه ولسوالۍ به بيا د وسله والو لاس ته نه لوېږي.
د ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو په خپلو هلو ځلو او د دولت په همکارۍ د عبدالخېلو په سيمه کې د هغه بازار رغول پيل کړل چې لسګونه کاله وړاندې د دې سيمې يو تاريخي بازار و.
د معلوماتو له مخې، د عبدالخېلو بازار د پخواني پاچا ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و او بيا د نورمحمد ترکي د واکمنۍ پر مهال د هغه وخت د مخالفينو له لوري وسوځول شو.
د ځايي خلکو په وينا، له هماغې ورځې وروسته د عبدالخېلو بازار ته څوک له وېرې نه شول تللی او په دې وروستيو کې د داعش ډلې په ورتګ سره خو ترې د وسله والو مرکز جوړ شوی و.
خو په دې وروستيو کې پر دې ولسوالۍ د افغان او بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو په پايله کې سيمه له داعش ډلې پاکه شوې او ګڼې کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې دي.