په افغانستان کي د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت مرستيال کندهار ته سفر وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67949
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-07-12


په افغانستان کي د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت مرستيال کاسټيلانو کندهار ته سفر وکړ او د ولايت مقام په جوړه سوې امنيتي غونډه کي يې ګډون وکړ.

په غونډه کي کندهار والي، په افغانستان کي د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت مرستيال، امنيه قومندان، د ملي امنيت رئيس او کورنيو و بهرنيو امنيتي مسئولینو ګډون کړی وو.

کندهار والي زلمي ويسا له ښاغلي کاسټيلانو څخه مننه وکړه چي کندهار ته يې سفر او په امنيتي غونډه کي ګډون کړی دی. هغه د ناټو له مرستو څخه مننه وکړه او ويې ويل چي په امنيتي برخه کي د اصلاحاتو لپاره هلي ځلي کوي.