غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67973
اسدالله غيرت
دخبریدو نیټه : 2017-07-31

مرم محبت پسې ګلاب ماته څوک نه راکوي
ژوند مانا څه ؟ دلته ځواب ماته څوک نه راکوي
څه د جاهل ولس بچی يم ، له وسلې نه بغير
دلته قلم ، دلته کتاب ماته څوک نه راکوي
صبر کومه د قيامت په ورځ به هر څه راکړي
خير که په دې دنيا حساب ماته څوک نه راکوي
مينه به پريږدم ستا به ومنم ملا صاحبه !
خو په دې کار به کوم عذاب ماته څوک نه راکوي ؟
يوې نجلۍ پرون غيرته خدای ته داسې ووې
دلته خپل حق د انتخاب ماته څوک نه راکوي