د CME پروګرام ته په پکتیکا کې له ۷۴ نجونو څخه ازموینه واخیستل شوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67994
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-08-08

 

په پکتیکا ولایت کې د ټولنې د قابله ګۍ ( CME ) لپاره له ۷۴ تنو نجونو ازموینه واخیستل شوه چې له دې ډلې به ۳۰ تنه نجونې په دوه کلنه دوره کې په مسلکي ډول ورزول شي.
د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ولي ګل خروټی وایي چې د سي مي په نوم یاد پروګرام به په خپله دوه کلنه دوره کې ۳۰ نجونو ته په اړونده برخه کې مسلکي زده کړې ورکړي.
دده په خبره یادې نجونې به تر فراغت وروسته په بېلابېلو روغتیایي مرکزونو کې دندې تر سره کړي او په دې سره به په دې برخه کې شته ستونزې له منځه ولاړې شي.
په همدې حال کې د یاد پروګرام لپاره په ازموینه کې ګډون کوونکي نجونې وایي چې هیله یې دا ده څو په دې برخه کې مسلکي زده کړې وکړي او له دې لارې ټولنې ته خدمت وکړي.
دوی خوښي څرګندوي او له کورنیو غواړي چې د خپلو نارینه اولادونو تر څنګ په خپلو لوڼو هم زده کړې تر سره کړي.
د یادونې ده، د ټولنې لپاره د قابله ګۍ ښوونځي یا ( CME ) د یونسیف په مالي مرسته د ادا موسسې له لورې د پکتیکا ولایتي ادارې په غوښتنه او هلو ځلو تر ځنډ وروستته بیا فعالیت پېل کړ