په لوګر کې په ۲۰۰ سيلاب ځپلو کورنيو د عيرې خوراکي توکيو مرسته وويشل شوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68011
شفيع شاکر
دخبریدو نیټه : 2017-08-16


د لوګر ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست له لورې د ياد ولايت د خوښۍ ، ازرې ، چرخ او محمداغې ولسواليو په (۲۰۰) دوه سوه سيلاب ځپلو کورنيو د عيرې خوراکي توکو مرسته وويشل شوه .
د لوګر ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا ريس انجينر عاشق الله اخلاصيار د مرستې د ويش پر مهال وويل چې ، په دې مرسته کې د ۳۰۰۰۰۰ درې لکه افغانيو په ارزښت ۲۰ خيمې ، د ۴۰۰۰۰۰ څلور لکه افغانيو په ارزښت ۸۰۰ اته سوه کمپلې او د ۱۰۰۰۰۰ يو لک افغانيو په ارزښت ۲۰۰ ترپالونه شامل دي .
اخلاصيار زياته کړه چې ، مستحقو کسانو ته د مرستې په موخه يې ، تر دې وړاندې سروي ترسره کړې وه ، چې په پايله کې يې مستحقې کورنۍ په ګوته شوې او ياده مرسته ورته توزيع شوه .
نوموړي وويل چې ، د لوګر د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست د طبعي پيښو د رامنځ ته کيدو پر وخت له خلکو سره د مرستې لپاره پوره چمتوالی لري او په راتلونکې کې به هم همدې لړۍ ته دوام ورکړي .
پاتې دې نه وي ، چې دا څوم ځل دی ، چې د لوګر د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست لخوا  په سيلاب ځپلو او اړمنو کسانو مرسته ويشل کيږي