نظم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68020
مصطفی آرین
دخبریدو نیټه : 2017-09-19


چې شــواهـد زمــا د جرم راکــره راوځـــي
 لکه د چاودې ځمکې زړه نه زلزله راوځي
 ویریږه مه خیر که یو غر دې په بل غر ولګي
 ویریږه هله چې د ســتورو معجزه راوځـــي
 زه خو وارث ددې ماتم وهلي کلي یمه
 سهار،سهارچې ترې یوه،یوه جنازه راوځي
 ددې خاموشو چاودو، شوڼډو نه دې وګرځمه
 په نیمه شپه کې ترې یوه ، یوه قیصه راوځي
 زما ســـینه هم لکه ســم د پښتنو سیمه ده
 چې هم ماتم لمانځي اوهم ترې یوه ټپه را ځي
 له فتنو ډکې شرابي سترګئ همدې ته ناستي
 کوم ایماندار غریب میلمه کړي ترې نشه راوځي
 تاله زاړه زاړه خیالونو سره څنګه ښکارم
 لکه د زوړ شراب مې ورو په ورو مزه راوځي
 کله نا کله راته جان وائې پرې نه پوهیږم
 لکه هندو چې ئې له خولې نه کلیمه راوځي
 خدای راته منځ زړه کې ښایسته غوندې محل راکړې
 خدای خو دې نکړي دې کعبې نه څوک خپه راوځي
 آرین به څو ځله ایره شي خو انګار ساتي
 د اور د خولې نه لکه اوسپنه پخښه راوځي