سپینې خبرې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68048
آروین رهي
دخبریدو نیټه : 2017-09-25

 

سپتمبر ۲۳، ۲۰۱۷
د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۶ نېټه پاکستاني چینل جیو نیوز د ژورنالیست سلیم صافي او د پاکستان د ملي عوامي ګوند (National Awami Party) مشر ښاغلي اسنفدیار ولي خان یوه مرکه خپره کړه، چې اوس په یوټیوب کې هم د لاسرسۍ وړ ده. د صافي او اسنفدیار مرکه څه کم څلوېښت دقیقې ده. په ټولې مرکې باندې نه د تبصرې وخت سته او نه هم اړتیا. په دې لیکنه کې دوو ټکو ته، په لنډه توګه، ستاسي پام را اړوم.
لومړۍ ټکه یې د ”لر او بر یو افغان“ عبارت د معنا په اړه ده. د اسنفدیار ولي خان په نظر د لر او بر یو افغان معنا دا ده چې د ”قومیت“ یا ملیت له نظره لر او بر پښتانه دواړه افغانان دي. په بل عبارت د لر او بر یو افغان معنا دا ده چې په افغانستان کې هم او په پاکستان کې هم پښتانه ژوند کوي، چې د یو قوم/ملیت دي. د اسفندیار ولي خان د خبرو دا څرګنده ده چې د ده په نظر د لر او بر افغان معنا دا نه ده چې د افغانستان او پاکستان پښتانه دې سره یو ځای سي. د دې خبرې نور تفصیل په دوهمه ټکه کې وګورئ.
دوهمه ټکه دا ده چې کله سلیم صافي د اسفندیار ولې خان څخه وپوښتل چې که د افغانستان او پاکستان د ګټو تر منځ ټکر را منځ ته سي، اسنفدیار ولي خان به د چا خوا نیسي. اسفندیار په اول سر کې وویل چې دی به کوښښ وکي تر څو دا مشکل رفع کي. خو سلیم صافي بیا وپوښتل که مشکل حل نه سي اسفندیار ولي خان به د چا خوا نیسي. اسنفدیار ولي خان وویل که مشکل حل نه سي نو بیا خو پاکستان د ده ملک دی، او دی به د افغانستان په ضد د پاکستان ملاتړ وکي. کله چې یو پښتون ملتپال سیاستوال او د خان عبدالغفار خان لمسی داسې ووایي نو تاسي خپله فکر وکړئ هغه پاکستاني پښتانه چې د افغانستان سره یې اړیکې ټینګې یا ښې نه دي څه به وایي.
د اسفندیار ولي خان دواړو خبرو ته باید افغانان ټینګه پاملرنه وکي. اول دا چې زموږ د لر او بر یو افغان تعریف د اسفندیار ولي خان د تعریف سره توپیر لري. زموږ اکثریت افغانان د ډیورنډ د کرښې د دواړو خواوو پښتنو د یووالي خبري کوي، خو اسفندیار ولي خان وایي چې د لر او بر یو افغان څخه موخه دا ده چې د ډیورنډ دواړې خوا ته د یو قوم خلک ژوند کوي، نه دا چې دوی دې یو ځای سي.
موږ ټول عمر پاکستاني سیاسي مشرانو لکه اسفندیار ولي خان، محمود خان اڅکزی، افراسیاب خټک او نورو ته د افغان مشرانو په سترګه کتلي دي. خو په دوی کې د هر یوه څخه تاسي هغه پوښتنه وکئ چې سلیم صافي د اسفندیار ولي خان څخه وکړه: که تاسي مجبور سئ چې د افغانستان او پاکستان تر منځ، یو انتخاب کئ، تاسي به کوم هېواد انتخاب کئ؟ زه دا خبره په پوره ډاډ ویل سم چې ټول به په یو ږغ ووایي چې پاکستان. دلته زه نه د اسفندیار ولي خان څخه ګله لرم، او نه د بل پاکستاني پښتون څخه. یوه خبره باید سپینه وکړو: پاکستان، لکه څرنګه چې اسفندیار ولي خان وویل، د دوی هېواد دی. دوی هلته نړۍ ته سترګې خلاصې کړي، او هم هلته به د نړۍ څخه سترګې پټې کړي.
له دې لږ شا ته ولاړ سئ. د خان عبدالغفار خان ژوند ته وګورئ. هغه اول خپلې ټولې هڅې وکړې چې پاکستان جوړ نه سي، او هندوستان په متحده توګه د انګرېزانو څخه آزادي واخلي. کله چې خان صاحب پاته راغلی، ده په پاکستان کې د پښتنو لپاره د زیاتو حقونو غوښتنه کوله. نه ده خان عبدالغفار خان او نه د بل هیڅ پاکستاني پښتون دا موخه نه وه او نن خو هیڅ نه ده چې د افغانستان سره یو ځای سي. د افغانستان پخواني حکومتونو هم دا ټینګاره کاوه چې د پآکستان پښتنو ته دې د خپل برخه لیک د ټاکلو حق ورکړل سي.
موږ او تاسي ته تل په افغانستان کې دا تصویر راکړل سوی دی چې په پاکستان کې پر پښتنو ظلم کیږي. دا خبره منم چې په پاکستان کې د پښتنو په وړاندې څه نا څه تعصب سته. خو اصلي خبره دا ده چې د پاکستان د جوړېدو بیا تر نن پورې پښتنو په پاکستان کې په هره برخه کې ډیر ستر رول لوبولی دی. په سیاست، اردو او سپورت کې پښتانه د پنجابیانو وروسته په دوهمه درجه کې دي.
په پای کې غواړم ووایم چې د افغانستان د ټولو ملیتونو خیر او ګټه په دې کې ده چې نه دې پښتانه لوی افغانستان او پښتونستان پسې ګرځي او نه دې تاجکان لوی خراسان او آریانا پسې ګرځي. د ټولو ګټه په دې کې ده چې د افغانستان ګټې او د افغانستان د اوسېدونکو ګټې دې د بهرنیانو (څه هغه د پاکستان پښتانه وي، او څه هغه د ایران فارسي ژبي وي) پر ګټو لومړیتوب ولري. د افغانستان د ټولو قومونو تاریخ او راتلونکی یو د بل سره تړلی دی. دا خبره تر هرې خبرې مهمه ده. او موږ ټول باید دا خبره ومنو او پایلو ته یې چمتو سو. خو دا په دې معنا هم نه ده چې موږ د پاکستان د پښتنو سره خدای مکړه کرکه وکو. د پاکستان پښتانه ښه خلک دي، مېلمه پاله دي، او زموږ وړونه دي. خو کیسه او حقیقت دا دی چې نن د دولت-ملت (nation-state) زمانه ده، او موږ او د پاکستان پښتانه دوو بیلو هېوادونو کې ژوند کوو. او دواړو ته تر هر څه مخ کې ملي ګټې مطرح دي.
د ودان او پرمختللي افغانستان په هیله!
آروین رهي د پروان والي پخوانی مشاور دی.