د پکتیکا والي د دغه ولایت له لسو لېسو سره په خپل شخصي لګښت د اړینو وسایلو مرسته وکړه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68052
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-10-17

 

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د دغه ولایت مرکز ښرنې له لسو لېسو سره په خپل شخصي لګښت د د لسو پایو کمپیوترونو او لسو دانو دریځونو مرسته وکړه.

د پکتیکا والي ښاغلي محمد الیاس وحدت د یادې مرستې د ورکړې پرمهال وویل: د خپل ماموریت تر وروستۍ ورځې خپل هغه شعار ته ژمن یم چې د پوهنې بهیر اړوند ستونزې به له منځه وړم او د دغه بهیر د لا پیاوړتیا په پار به کوټلي ګامونه اخلم.
دی وایي د پکتیکا معارف اوس پخوانی معارف نه دی چارې ورځ تربلې مخ په سمېدو دي او هڅه یې دا ده چې د دوی ټولې ضروري اړتیا وي پوره او د فساد مخه په کلکه ونیسي.


د پوهنې ریاست مالي او اداری معاون عبدالرحیم اسحاق زي او د لېسو امر حبیب الله د پکتیکا له والي څخه مننه وکړه چې د خپل ماموریت له لومړۍ ورځې تر نن پورې یې د پوهنې بهیر د پیا وړتیا په پار نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

دوی وایي یاد توکي به د مرکز ښرنې هغو لېسو ته ورکړي چې پخوا یې په دې برخه کې ستونزې لرلې چې په دې سره به یې د یادو برخو ستونزې له منځه ولاړې شي.