د کنړ والي ته (د څوکئ او خاص کنړ پل وژغوره)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68065
محمد اسمعیل صمیم
دخبریدو نیټه : 2017-10-17


د ۲۰۰۸ میلادي کال نه مخکې د څوکۍ ولسوالۍ او خاص کنړ ولسونو ته د کنړ سیند نه د پاسه تګ راتګ یوه لویه ستونزه وه او ولس د محلي وسیلو نه ګټه پورته کوله چې تر ډېره حده خطرناکې وې او ډېرۍ ځوانانو، ماشامانو، ښڅو، او سپین ګیرو خپل ژوند له لاسه ورکړيدۍ. باید یادونه وکړم چې په همدغه کال کې د سپین جومات په ساحه کې یو کانکریټي پل جوړ شو خو د ټیټ کیفیت او نه ډیزاین له وجې د یو سېلاب قرباني شو.  خوشبختانه د ۲۰۰۸ میلادي کال په وروستیو میاشتو کې د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا متحده ایالاتو ادارې یا USAID لخوا د ولایتي سټراټیجیګي سړکونو یا SPR په نامه یو پروګرام په کار واچول شو چې لمړنۍ قراردادي یې IRD وو او پدغه پروګرام کې د څوکۍ او خاص کنړ ترمنځ د ۳۰۰ مترو په او‌ږدوالي او ۱۱.۵متره سور باندې یو کانکریټي پل هم منظور شو چې پلې کوونکئ یې یو افغاني شرکت وو.  لکه څنکه چې دغې پروژې خپله IRD  او USAID ته ډېر اهمیت درلوود نو ځکه یې طرحه او ډیزاین په ډېره لوړه کچه او امریکایی معیارونواو سټندردونو سره ترسره شو او د IRD  ادارې د دغه پروژې د ښې څارنې او کنټرول لپاره یو مدېر، دوه ساحوي انجنیران او دوه د کنټرول انجنیران په دندو وګمارل چې زه خپله هم پکې شامل وم.  د ۲۰۰۸ میلادي کال په وروستیو میاشتو کې مو دې دغه پله ساختماني چارې پیل کړې، د پروژې په لمړیو کې مونږ ته اسانه وه چې د څوکې ولسوالۍ لخوا کار پیل کړو ځکه ټول ساختماني توکي، د کنټرول لابراتوار، او همدارنګه د قراردي شرکت کارکوونکي همدې خوا ته ځاي پرځای شوي وو نو ددې لپاره چې د پله ساختماني چارې د سیند اوبه د ستونزو سره مخ نکړي د څوکۍ ولسوالۍ لخوا مو دوه لوی د شګو لنډمهاله بندونه جوړ کړل او ددغه بندونو نه مو یوازینۍ موخه داوه ترڅو وکولۍ شو د پله ساختماني چارې د څوکۍ ولسوالۍ لخوا پیل او تر۶۰ فیصده مخکې لاړ شو. لکه څرنکه چې د کنړټول ولس د سیند اوبو ځپلۍ نو د څوکۍ ولسوالۍ ولس دغه بندونو ته ډېر خوشحاله وو ځکه دوی داسې سوچ کوو چې دا بندونه یوځل جوړ شي بیا به نه ړنګیږي. د دې لپاره چې په راتلونکي کې د خاص کنړ او پخپله پل د دغه لنډ مهاله بندونو لخوا له ستونزو سره مخ نشي نو مونګ په ډېره روښانه توګه د څوکۍ ولسوالۍ ته دا په ډاګه کړه چې دغه لنډ مهاله بندونه دي او د پله د ۶۰ فیصده بشپړېدو نه وروسته به بېرته ړنګیژي او وروسته به د خاص کنړ لوري ته همداسې لنډمهاله بندونه جوړیګي ترڅو د پله پاته ۴۰ فیصده برخه هم بشپړه شي او د پله د کار په پای کې به ټول پاته لنډ مهاله بندونه په بشپړه توګه ویجاړیګي.  د څوکۍ ولس په لمړیو کې څه نه ویل خو وروسته کله چې مونګ د پله زیاته برخه بشپړه کړه او غوښتل مو چې د څوکۍ خواته دوه لوي لنډمهاله بندونه ویجاړ کړو نو د څوکۍ ولس سخت مخالفت وکړ او خبره د هغه وخت تر والي ښاغلي واحدي صاحب پورې ورسېده او د خاص کنړ ولسونه څو ځلې د وخت والي ته رسمي شکایت وکړ ترڅو دغه بندونه ویجاړ شي کنه د خاص کنړ ټولې مځکې او کورونه به د کنړ سیند د ځان سره یوسي.  خو سره ددغه شکایتونو او عریضو بیا هم مونګ او د خاص کنړ ولسونه ونه توانېدو چې دغه کار وکړو ځکه د ولسونو ترمنځ موضوع وه او باید خپله ولس د ولسوال او والي په مرسته حل کړې وای.
ښاغلي والۍ صاحب، دغه پل په ډېرو جګو معیارونو جوړ شوي او په ټول هېواد کې کېدای شي دغسې دوه یا دری نور پلونه جوړشوي وي. د بېلګۍ په توګه مونګ ددغه پله ټول کانکرېټ د شپې لخوا اچولي ځکه د ورځې لخوا به هوا ډېره ګرمه وه او د کانکرېټو لپاره به مناسبه نوه،  ددې لپاسه مو د کانکرېټو د جوړېدو لپاره د ډېرو یخو اوبو نه کار اخیستۍ،  یعنې د جلال اباد نه به مو ورته یخ راوړو او په اوبو کې به مو ګډوو ترڅو اوبه یخې وساتي، همدارنګه به مو هغه شګه چې په کانرېټو کې کاروله د نمجنو تاري بوجیو پواسطه پوښله ترڅو شګه هم یخه پاته شي.  ددغه پله پایې د ۳۰ مترو نه زیاتې په ځمکه کې لاندې تللې او په کومو ځایو کې به چې د ډبرې سره مخ شوو نو بیا به ۲ متره په خپله ډبرو کې د وړانې تلو،  ددې نه زیات پدغه پله کې ډېره جګه او عصري ټېکنالوجي کارول شوې چې نه غواړم دلته یې یادونه وکړم. په هغه ساحه کې چې دغه پل جوړشوۍ  د سیند پراخوالۍ یا سور ۳۰۰ متره دۍ او د سیند اوبه باید د پله په ټولو ۱۲ پایو کې خورې او تېرې شي کنه د پله هغه پایې چې د اوبو فشار پرې زیات دۍ د وخت په تېرېدو سره لوڅیګي او هغه ډبرې چې اوبه یې له ځان سره راوړي د پله پایې د وخت په تېرېدو سره له منځه وړي.  نو ددې لپاره چې هم پل وژغورل شي او د راتلونکي خطر سره مخ نوي او هم د خاص کنړ د ولسونو مځکې او کورونه د سیند د اوبو او په ځانګړي توګه سېلاب د خطر نه په امن کې وي له تاسو ښاغلۍ نه مو غوښتنه داده چې دغه لنډ مهاله بندونه د ولسونو په استازیتوب له منځه یوسۍ او دغه به مو د خپل وخت یوه ډېره لویه لاسته راوړنه وي ځکه اوس د سیند ټولې اوبه د خاص کنړ خواته ورماتې دي او دپله په دوه پایو کې تیریګي چې هغه پایې یې تریوې اندازې لوڅې کړې هم دي او کېدای شي د وخت په تېرېدو سره ترډېره حده لوڅې یا هم له منځه یوړل شي  چې په پایله کې به ولس ددغه پله د ویجاړېدېو پړه په ساختماني شرکت او د IRD  په انجنیرانو اچوي چې ډېره بې انصافي به وي ځکه چې د کنټرول انجنیرانو شپه او ورځ یوه کړېوه او دکار کیفیت ته یې ځانګړې پاملرنه کوله او ددې خبره شاهدان خپله د څوکئ او خاص کنړ ولس دئ. 
په هېوادنۍ مینه

ډالاس، امریکا