دمحمد صفرخواريکښ پر شعري ټولگو مخکتنې غونډي ته وينا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68069
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2017-10-23

دروان ز ۲۰۱۷ کال داکتوبرپر ۲۱ نه په کوپنهاگن کي دشاعر ،ليکوال اخژورناليست ښاغلی محمد صفرخواريکښ دکتابونومخکتنې درنې علمی او ادبی غونډي ته زمادوينا متن : دلوي اوبې نياز څښتن په نامه ! خپله وينا به دنن ورځې ددې درانه محفل دمېلمه پدې څو بيتو پيل کړم : دهيلوکر مابه دوطن دسوکالۍ دهيلوکرکاوه مابه دافغان دازادی دهيلو کرکاوه مابه دمظلوم له غاړي لاس دظالم ونيوه مادعدالت ،برابری دهيلو کرکاوه مابه دنهاريتيم داوښکو توېدوغم کړو مادنعمتودپرېمانۍ دهيلو کرکاوه مادښکېلاکگر پل دوطن په خاوره نه پرېښود ماپه هرقدم دخپلواکۍ دهيلو کارکاوه فرهنگيانواواوفرهگنپالو! داچې ماته مو پدې درنه ادبي غونډه کې دگډون بلنه راکړې مننه اوکورودانی وايم اوپه سويډن کي ددوستی فرهنگي ټولنې دغړواومالمو مېشتوافغانانوسلامونه اونېکې هيلي تاسو ددې درنې غونډي دقدر وړگډون والو فرهنگيانو او فرهنگپالو ته رسوم . اجازه راکړۍ ترهرڅه وړاندي په سويډن کې ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب ددې درنې غونډي دابتکار کوونکو(نوښتگرو)په ډنمارک کي دليکوال ادبپال ټولنې دمشرتابه اوهرغړي اوهغوڅخه چې ددې درنې غونډي په جوړيدوکښې مالي اومادي مرسته کړې مننه وکړم،دويته دې خداي خوښی ورکړي چې موږ ځانونه پکښي ستړي کړو . دلوي څښتن له دربارنه تاسو ټولو ته په دغه ملي او فرهنگي مقدسه کاروکښي دسترو برياليتوبونوهيله کوم . زه پدې پوره باورلرم که همدا دفرهنگی او ادبي غونډو،کنفرانسونو، سمينارونو او مشاعرو دجوړېدو دود په ټوله اروپا اودنړۍ په بل هرهيوادکي چې افغانان اوسېږې ژوندی وساتل سي اوفرهنگی فعاليتونه دځوانانومنځ ته لارپيداکړ ي دابه دولسونو په بيداری اوځوان نسل دهڅونې اوسالمې روزنې سره لويه مرسته وکړي . بلې دوستانو! د وياړونو يادونه يوازي هغه څوک،هغه ولس اوهغه ټولنه کولای شي چي دخپل هيوادتاريخ يعني تير،اوسنيو اوراتلونکوسره سپېڅلې علاقه ولري اونه غواړي هرڅه دتاريخ په آرشيف کي پاته شي . ديوې ټولني دوياړلو شخصيتونوپه پيژند نې سره دهغه ولس راتلونکی نسل نه يوازي داچې دنوموړو له علمی او ادبی لاسته راوړنونه به داستفادې امکان ترلاسه کړي ،بلکې دې مقدسې اوسپېڅلې لاري ته به نورهم وهڅول سي ، ځکه نود ولسونولپاره دخپلو وياړونو نمانځنه اودهغوي هڅونه دهغوۍ دپايښت اوپرمختگ لپاره يوه ملي او انساني اړتيا ګڼل کيږي . همدا لامل دي چي د نړۍ ټول ژوندی او هوښيارولسونه خپل تېراوژوندی شخصيتونه اودهغوي لاسته راوړنې ستايي ،ځکه خودا ولسونه دژونديو اوپرمختللو ولسونوپه نوم يادېږي . زما له نظره د داسي ادبي اوعلمي غونډوله جوړېدونه موخه همداده ترڅوزموږ ځوانان دغه اساسي ټکي ته پاملرنه وکړي چې دوي دخپل هيواد،کلتوراوجگړه ځپلي ولس په وړاندي څومره ستر مسوليتونه لري . او ترڅومره کږلېچونو په تېرېدوسره څنگه کولاي شي خپلې ټولنې اوبشريت ته گټور تمام او ولس یې دنړۍ د نورو ژونديو ولسونو په ليکه کښي وشمېرل شي . اغلو اوښاغلو! دډنمارک هيواد پلازمېنه کښي دافغانستان دپياوړي شاعر، ادبي اوفرهنگی شخصيت ښاغلي محمد صفر خواريکښ پر شعری ټولگو اويومهم اثر ((دټولې نړۍ متلونه )) چې له دوه سوه ژبو څخه له پنځوزره کلونوراهيسې ((۹۰۰۰)) متلونه اوگړنې چې زما له نظره پدې متلونوکي دبشريت ديوې لويي کتلې چي نه يوازي داچي په دوه سوه ژبو ويل سوي بلکې دبشريت په همدومره توکمونو (قومونو)کلتوري ،ادبی اوفرهنگی ارزښتونه له ځان سره لري په لمړی ځل پښتوته ژباړل سوی اثر باند ی دمخکتنې په پلمه ددې نه هېرېدونکی غونډي په جوړېدوسره دنوموړی ستاين غونډه بللاي سو دزړه له کومی درنه مننه کوم اوپدې لارکښي مودلازياتوبرياوو غوښتونکی يم . ترکومه ځايه چې زه نه ليکوال ،نه شاعر اونه هم په ادبياتوکي لاس رسی لرم ،زمالپاره به ډيره درنه وي چي ستاسواديبانو،ليکوالو اوشاعرانوپروړاندي دهيواد ديوه خواريکښ اوزحمت کښ شاعر،ليکوال، چې په سياسي اوټولنيز ژوندکي دکليمې په واقعی مفهوم فعال بحث وکړم ،دومره وايم چې په ټولنيز ژوند کي داشخصيت خوارېکښ وو،نه ډالی خوښونکی اوخيرات خور . په زياته خوښی سره يادونه کوم چې داتاسوبهرمېشتي قلموال،اديبان ،شاعران اودانساني کړنو مينوال ياست چې دښاغلی خواريکښ،قلمی،معنوي ،فکري ،ټولنيز اوانسانی اړخونوباندي دمخکتنې پلمه خپل دا دقلم اوانسانيت دډگر ملگری لمانځی . زه ديوه افغان په توگه ستاسودې ملي اوانساني احساس ته ددرناوی سر ټيټوم اوستاسوهرهرگډونوال،گډون دملت دمعنوی،تاريخي اوفرهنگی ژوندسره دملاتړ لويه بېلگه بولم . افتخار په تاسو ! ستاسودي راته ژوندي اوسې ! تاسو زموږ ودولس وياړ ياست . لکه چې ما په پيل کي ورته اشاره وکړه زه ستاسو پروړاندي دجوايکښ صاحب پر شعرونو اوليکنودنظرور کولونه عاجزيم که څه تېروتنه کوم معذرت غواړم . دمحمد صفر خوارېکښ دنوم اوتخلص نه پيدا ده چې نوموړی په خپل ټول ژوندکي دخپل ټاټوبی هراوسېدو نکی هيوادوال ته دخدمت لپاره ژمن شخصيت وو، همدا اوس چي موږ دلته له هيوادنه بهر ورته گورو ددي شخص کړنه ،دوستی پالنه ،انسانيت ،خواخوږي ،نيک اخلاق دده سره هر اړيکه نيونکی دراتلونکی دوستی اندېښنې په خپل مغز يا ککره کي پالي اوغواړي دوستی ورسره دوامداره کړي . اوس به راسو دخواريکښ صاحب پر اثارودمخکتنې مسلې ته ! څه موده وړاندي دډنمارک دفرهنگيانوکه یې نومونه واخلم ممکن دوستان بل ډول فکر وکړي په مرسته ددې غونډي لپاره چې وکولاي سم يودوې خبري وکړم دخواريکښ صاحب درې کتابونه ((پردېسې څړيکې ،دهيلو کر،دټولې نړۍ متلونه پښتوژباړه )) ترلاسه کړه ،ځکه نو ددوي ددې بې ساري اونه هېرېدونکی ډالی ماته داجرات راکړ چې دلمړی ځل لپاره ديوه شاعر پرکتاب دمخکتنې په علمي غونډه کي برخه واخلم . ماپه پيل کې غاړي خلاصی کړې چې نه شاعر اونه اديب يم ،خودعلم ددې وداړوبرخوسره زياته علاقه لرم . زماله نظر ادبياتوباندي پوهېدل دانسانی ټولنې دورځنيواړتيادپوره کولولپاره گټوربولم اوشعر سره مينه دخوښيو او خوشحاليو ،خندا اوښکلاسره مينه بولم ،پدې خاطر ويلاي سم چې دواړه دژوند مالگه ده . دخواريکښ صاحب په شعرونوکي چې دکنړ سيند مستوڅپو،شنواوپه جگوونوپوښلودرواودنگوغرونه الهام او تاثيرات له وريایه ښکاري . همدا ډول دده پر شعرونودافغانستان ،ډنمارک ،سويډن ،استانبول ،هلسنگی ،نوي ډهلی اودنړج نوروځايوته چي یې سفرونه کړي معين تاثير ات ښندلی،خو ښکلی کنړ پکښی دتاثير ښندلوډېر ښکلی اوغښتلی ځاي لري . مادخواريکښ صاحب درې واړه کتابونه په منډه ،منډه ترنظر تېرکړه ،نه پوهيږم چې ولي دهيلوکر شعری ټولگې باندي تم سوم ؟ ممکن دليل یې داوي چې داکتاب مي لمړی راپورته اودويلولپاره پرانيست ،که څه هم دلته له هيوادنه لېري ژوندکي بايد دپردېسې څړکې پر شعری ټولگه تم سوی واي هيله منديم نورودوستانو پرهغې ټولگې خپل نظرو له موږ اوتاسو سره شريک کړي . دهيلوکر شاعر داټولگه خپلو اولادونوته ډالۍ کړې اوليکی : خپلو اولادونوته يې چې له هر رازتوپير پرته دانسانانودنېکمرغه اوسوکاله ژوند هيلې ورسره دي ډالی کوم. پدې ډالی کښي یې په دوټکوخپلواولادونوته دانسانيت فلسفې پيغام رسولی دي . زه چې ورته گورم دهيلوکر اودپردېسی څړکې دواړي شعری ټولگې په حقيقت کي ددې شعري ټولگودمحتوا له مخې پردېسو هيوادوالو ته ډالي سوي کوم چې دجلاووطنی درد احساسولاي شي . ځکه خوشاعر دخپلې لمړنی شعري ټولگه له هيوادنه لېري پرتو مسافروته ته ډالی کړې اوليکي : خپله لمړنی شعری ټولگه هغوپردېسوهيوادوالو ته ډالۍ، کوم چې دجلاوطنۍ درد احساسولاي شي . په دواړو شعري ټولگوکي ((دهيلوکر اوپردېسې څړيکې) لوستونکي هغه څه موندلاي سي چې دشعراو ادب مينوال یې غواړي،همداډول ويلاي سم چې دواړې شعری ټولگې،دده دسياسي،ټولنيز،ادبي اوفرهنگي ژوندهينداره ده ،په رښتياسره خواريکښ صاحب دخپلو شعري ټولگو په هرشعر کي ډير ټولنيز ،سياسی او دبی مفهومونه انځورکړي دي . دروند اوعزتمند خواریکښ صیب ته دده دزیار اونه ستړی کیدونکو هلو ځلو په خاطرچی یو عمریی دهیواد دفرهنک اومطبوعاتو په برخه کی تر سره کړی اواوس یی دلیکوالو او ادبپالی درنی ټولنی لخوا دیوی پرتمینی غونډی په جوړلو درناوی کیږی، محترم خواریکښ صاحب ته دمبارکی په ویلو سره ددوی دلا زياتوبریالیتوبوهیله لرم . درنو دوستانو! د۹۰۰ متلونوژباړه نه يوازي داچې لوستونکی دنړيوالومتلوسره بلدوی،بلکې هرمتل دهغه دويونکی اودهغه مربوط ولس دکلتوری ژوند هنداره ده .زه به داژباړه دنړيوال کلتورپښتوهنداره وبولم . دهيلوکرشعري ټولگه کي راټول سوو شعرونه ((۱۶۰ ))شعرونه په ډنمارک ،((۱۱)) په ښکلی کنړ دشاعر دزېږېدو په ټاټوبي،څلور په کابل ،يولس په سويډن ،يوپه هلسنگی ،يوپه ډهلی ،يوپه استانبول کي ليکل سوی دي . اوس پوه سوم چې ولي دهيلوکر پر ټولگه تم سوی يم ؛دليل یې داچې يولس شعرونه پدې ټولگه کي هغه شعرونه دي چې دسويډن دمالموپه ښارکي ليکل سوی،هرومروپدې ښارکي یې دشاعرانه اړېکو اوشاعرانه ژوندنه الهام اخيستی . دبېلگې په توگه هغه شعر چې د۲۰۱۵ ز کال داگست پردريمه یې په مالموکي ليکلی ترډيرښکلی عنوان لاندي ليکلی : مينه دعمر پولې ړنگې کړي . . . مينه دعمرپولي ړنگي کړي اولارپيداکړي ښه بختور وي چې په سپينه ږره يار پيداکړي ددې شعر وروستی بيت دي : ديارپه قدرخواريکښ له هرچاښه پوهيږي څوک به له مانه ديارمينه کې اوڅارپيداکړي شاعرخپلوهيوادوالوته دداسي اختر په هيله شپې او ورځې سباکوي ،ليکی : اختر حې مې کلی اوگودر وي هم سپرلی هم مازيگروي لوگي نه وي دباروتو نه خطردچادسروي نجونې ډله وي روانې شاليلادنجونوسروي زه روان سره له يارانو پرمادغه ورځ ختروي بل ځاي شاعرځواني راپيادوي ليکي : په يوکلي يومالت کي ماليدله په هروخت کي وه نازبينه نمکينه توري زلفي یې مشکينه په اخيرکي ليکي : زماسترگي لوستل نه زده ستا خبري کول نه زده ژبه پاتې شوله گونگه مينه پاتې شوله گونگه دوطن سره مينه دهغه په ټولوشعروکي رانغښتې ده خوپه يوه شعر کي ليکي : وطنه ! څنگه بې له تا ژوند په ژوند شمېرکړم څنگه بدي خواړه يادونه هير کړم زه به گران وطنه درواري شم ژوند دهردښمن به دې گنډير کړم ستاخوبه څيرلی گرېوان وگنډم زه به مات زړگی څنگه کوشېرکړم داستانبول ښارښکلا اوتاريخي ماڼيوشاعر متاثرکړی له انتظارنه سرټکوی وايي : له کلودې لارې څارم چې به راشې دې بېلتون ځپلي زړه ته به دواشې په يوه بله څلوريزه کي دخپل معشوق پياد وايي : ژوند پيکه وي چې هغه راسره نه وي تن به څه کړمه چې زړه راسره نه وي دهغې مينه مي تن کي لکه ساه ده يم بې روحه چې جوړه راسره نه وې په کوپنهاگن کې اوسېدونکي شاعردهيواد اوهيوادوالوسره مينه په يوشعرکي داسي انځوروي : دزړه هنداره کي مي تل يوآشنا انځوردي چې دمودويې ښيي ستادښکلاانځوردي دشعرپه په اخيرکي وايي : دخواريکښ سترگوکي يوازي ستا انځوردي . په بل شعر کي وايي : ماته مينه ده سپېڅلې له ښکلا ډېره ښکلې ژونددميني ثمره ده دوطن مينه راسرۀ ده مادسرپه ښندمنلې په ټول عمرمې پاللې د سويډن دمالمو په ښارکي یې بياد۲۰۱۵ ز کال ددسمبرپر۱۵ په يوه غزل کي زموږ اوستاسو په اصطلاح له ټولنيزماحول نه سرکښي کړې له خپل معشوق نه غوښتنه لري اوليکی : سردې غېږکي راته لکېده ،چې وربل دې نازومه لنډی غوږ کي درته وايم،په غزل دې نازومه زه به غاړه جوخته درکړم ،ته زوخه دانار راکړه دزړه مينه درکومه ،دزړه تل دي نازومه اوداسي نورو . له خواريکښ نه قلم نورستړی سوی اوخپله چيغه ترموږ اوتاسو داسي رارسوي : دقلم غوسه وايي قلم په ماويرونه ليکې هرمهال نوی ماتمونه ليکې کله مي بوزې ديتيم کوډی ته ته کړې ژړاپه ماغمونه ليکې کله ولاړ یې دشهيد قبرته دبورې مورسوي اهونه ليکې په جنازواوپه وراوباندې ته دناټووحشی برېدونه ليکې ښعر ډير اوږدی زه یې په ورستی بيت باندي رالنډوم : ته خواريکښ دخپل ولس غم کوه زه دصنم دغېږ گرمی غواړم خوپه مقابل کي خواريکش دې غوسې ته په جواب کي ليکي : ځارهغه قلم چې حق ليکلی شي هم په غوڅه ژبه حال ويلی شي دې تورولوگيواوسرو وينونه اوشکي ديتم انځورولی شي . شاعردخپلې دې شعري ټولگې لمن دسوريې ديوې پياوړي شاعري غادۀ السمان ديوه شعر پښتوژباړه باندي راټوله کړېده . درنو دوستانو! څرنگه چي زموږ په ننۍ درنه ادبي غونډه کې زموږدهيوادپيژندل سوې ليکوال ،څيړونکی، اديبان او شاعران برخه لري نه غواړم زموږ دهيواد ددې پيژندل سوی او منلي شاعر دشخصيت ،کارنامو،ادبي هڅواونوښتونو په هکله ډير وږغيږم . دغونډي دمېلمه په توگه به درنو پوهانو او روڼ اندوته وار ورکوم،ترڅوهغه څه چي يې ددې ادبي شخصيت په اړوند دقلم په ژبه دکاغذپرمخ انځورکړې دغونډي ددرنو برخه والوسره شريک کړۍ . خواريکښ صاحب! زه پداسي حال کښي چي تاسودقدروړدوست اوفرهنگی شخصيت ته ستاسو په زيار اوزحمت راټوکېدلو کتابونو باندي دمخکتنې په نوم دالويه غونډه رابلل دزړه له تله دمبارکيو اونېکوهيلو په وړاندي کولوسره تاسو ملت ته ژمن اوهڅاند قلموال ته دروغتيا،ښېرازه ، هوسا اوبسيا ژوند هليه کوم،هيله مند يم چي دقلم رنگ موهيڅکله وچ اواحساس مومړاوی نشي، تاسو پخپله ادبی،شعري اوفرهنگی هڅوکي تل ځلانده اوپياوړی غواړم .ومنالله التوفيق