د پچیراګام ولسوالۍ قومي مشر په چاودنه کي شهید سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68070
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-11-01

د پچیراګام ولسوالۍ قومي مشر ملک جان محمد نن د لړم په لسمه هغه مهال په شهادت ورسید،چې د هغه په شخصي ډاډسن موتر کې پرې ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو چاودنه وسوه .
په دې پېښه کې د نوموړي درې ساتوونکي،دوه عام ولسي وګړي او یوه کوچنۍ نجلۍ ټپیان شوي هم دي،خو روغتیایي وضعیت یې د ډآډ وړ دی .
شهید ملک جان محمد په وروستیو کې په پچیراګام ولسوالۍ کې د پاڅوون کوونکو په تنظیم کې هم له ولایت مقام سره همکاري ترسره کوله .