ترافیکي پېښو کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68071
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-11-01


ننګرهار ولايت د سره رود او بهسودو ولسواليو مربوطاتو کې تېره ورځ په دريو بېلابېلو ترافيکي پېښو کې څلور تنه شهيدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره ورځ د الټو او مارسیډیز موټرو د ټکر له امله دوه تنه شهیدان او د یوې میرمنې په ګډون دوه نور ټپيان شول .
همدا راز د سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې يو مارسيډيز موټر يو ماشوم وهلی،چې د تېښتې په حال کې یې زرنج موټر سايکل سره ټکر کړی او له امله يې ماشوم شهيد او په زرنج موټر سايکل کې يوه مېرمن او يو ماشوم ټپيان شوي دي.
د مارسيډيز موټر چلوونکی له موټر سره له سیمې تښتيدلی او د نيولو هڅې يې روانې دي.
د يو بل خبر له مخې د سره رود ولسوالۍ سرخ اب پل ته څېرمه ټيلر موټر يو ماشوم وهلی او په شهادت رسيدلی