طالبان، حقانيان، پښتانه وکيلان او لطيف پدرام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68090
سيد حسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2017-12-02


طالبانو خلک له ټاکنو منعه کول او ګوتې يې غوڅولې. بې ايمانه پښتانه وکيلان بيا د رايې پر ورځ پارلمان ته نه راځي پر لوی لاس ميدان پرديپالو ته پرېږدي. ځکه خو پښتنو تل په جنګ ګټلې، خو پر مېز يې بايللې
له پښتنو وکيلانو نه ايمان لا پخوا ايمان او غيرت کډه کړې، ځکه خو دوی په پارلمان کې د يو ملعون لطيف پدرام او نورو پريپالو ځواب نه شي ويلی


د طالبانو او هندو د اتڼ ګډه بوللـه :
هندو :
دا يو پر تاسو واړو، دا يو پر ما يوازې
راځئ چې پرې وردانګو

طالبان :
نه شي ياره نه شي دا کار له مونږه نه شي

کيسه :
وايی چې يوه ورځ يو هندو او لس تنه طالبان پر لاره ملګري شول. دوی پر لاره روان ول چې ناببره (ناڅاپه) له دوو تنو غلو سره مخ شول او پرې غږ يې کړ چې ودرېږئ! کنه مرګ مو پر خپله غاړه.
له طالبانو سره خو بې له هغې نغدې پيسې نه وې تنها لږ شانته پنډوکي چې په هغوی کې به البته له چا سره جامې او له چا سره د سر بستره وه، خو له هندو سره پيسې وې او ځان آخوا دېخوا کولو. د غلو تالاشۍ ته يې غاړه نه اېښووله.
هندو په دې تمه وو چې موږ خو يوولس تنه يو يعنې يو زه او لس دوی او دوه تنه غله دي. پر يوولسو تنو خو بايد د دوو تنو غلو چاره وکړو. ويې نيسو او ځانونه ترې خلاص کړو.
هندو غلو ته يې وويل :
موږ ته لږ وخت راکړه چې خپلو کې سلا مشوره ((مصلحت)) وکړو او بيا به له تاسو سره خبرې وکړو. غلو ورته وويل درست (سمه) ده.
هندو خو پوهېده چې د طالبانو خو اتڼ خوښيږي، ورته يې وويل :
راځئ چې اتڼ وکړو. طالبان او هندو پر اتڼ سر شول. په اتڼ کې هندو طالبانو ته وايی :
دا يو پر تاسو واړو، دا يو پر ما يوازې
راځئ چې پرې وردانګو
طالبان ورته په ځواب کې وايی :
نه شي ياره نه شي دا کار له مونږه نه شي
هندو چې پوه شو چې له دې بېغيرتو نه خو څه نه کيږي، نو غلو ته يې غږ کړ چې بس راشئ.
غلو ورته وويل : تاسې چې څه لرئ هغه ټول کښېږدئ او نور پر خپله مخه ځئ او شا ته به مخ نه رااړوئ. طالبانو ورته خپل تش پنډوکي کېښوول، خو هندو ورته خپل ټول جيبونه له پيسو نه تش کړل او روان شو.

نو راځم دېته چې :
طالب قسم کړی چې له حکومت سره سوله نه کوم. خپله د حکومت وړ (اهل) نه دی او نور خلک کار ته لا څه ان چې په ټاکنو کې ګډون ته يې نه پرېږدي. ګوتې ترې غوڅوي، د مرګ ګواښنې ورته کوي، جريمه ترې اخلي، خو آخوا ته بيا پرديپال په پوره لېوالتيا سره په ټاکنو کې برخه اخلي.

دا چې نن دوی وکيلانو ته د مرګ ګواښونه کوي، ولې يې پر هغه ورځ د خلکو مخنيوی کولو؟ ولې يې له خلکو ګوتې غوڅولې؟ او ولې يې خلکو ته د مرګ او سختې سزا ګواښونه کول؟

طالبان دې لومړی له خپلو ځانونو سره محاسبه وکړي چې دوی د چا په نغوته دا کارونه کړي دي؟ د هغوی ښوونځي فعال دي د پښتنو نشته او که وي هم هغه بيا بند دي. د هغوی اولادونه په لېوالتيا سره ښوونځي ته ځي، خو موږ پښتنو ته بيا ښوونځي ته تګ ناروا ښکاري. سايسني او عصري زده کړه راته ناروا ښکاري. کاشکې چې ديني اسلامي علوم مو هم سم ياد وای. په ديني اسلامي علومو کې مو خونده نه شته، که وای، نو موږ به د ملا عمر وحقاني امپړانو او نورو ترهګرو ډلو ټپلو او د پاکستان علماو ته غوږ نه نيولای.

د طالبانو ملاتړي مولانا فضل الرحمان او مولانا سميع الحق، سراج الحق او داسې نور هېڅکله د پاکستان له پوځي واستخباراتي چارواکيو له خوښې پرته د افغانستان په ګټه فتوی نه ورکوي. د هغوی له خولو هغه څه راوځي چې د هغوی پوځي واستخباراتي چارواکي او ملکي حکومت يې ورته وايی. هېڅ اړتيا (ضرورت) نشته چې له هغوی نه فتوی او مشوره واخلو.

بېګانه جاسوس او د پرديو په چوپړ کې سرګردانه لطيف پدرام د دين او د ملت مشترک ((ګډ)) دښمن دی چې د کارمل په لباس کې چې له اصله کشميری وو پر هېواد يې سرو لښکرو ته لار خلاصه کړه او نن هماغه نخرې پدرام کوي، خو دی ورسره له خپل هويت او ملته هم منکر دی. د هويت او دين (اسلام) له کليمو سره ان تر دې چې د افغانستان له نوم سره په زغرده حساسيت لري. امتيازات له چا اخلي او ګډيږي د چا ډول ته؟ دا د ښاغلي کرزي ګنده ګي ده چې ترې راپاتې ده او نن يې سمول ګران دي.

دا چې ښاغلی کرزی چې امريکا او ناټو ترې سړی جوړ کړ او نن پر امريکا سور سور کيږي، نو ولې له دغه رازه پرده نه پورته کوي؟ د ده په وخت کې له دوستم سره يوځای د نشې په حالت کې له دوستم سره يوځای د ښاغلي اکبر بای پر کور ورننوتل او هغه يې پر خپل کور کې وډباوه، خو چا ترې پوښتنه قدرې هم ونه شوه کړای. ښاغلی کرزی بايد د دې ځواب ووايی چې ولې يې چوپتيا غوره کړه؟ نورو ته زمری او خپلو ته بيا ګيدړ دی. يو پښتون خو د ده بېعزتي نه ده کړې، بلکې همدا دوی ول چې د نوموړي انځورونه يې د لويې جرګې په تالار کې راکښته او د پښو لاندې يې کړل. څوک يې خپل نه ګڼي. په غونډو او تالارونو کې يې خلک خبرو ته نه پرېږدي او ورور يې نه ګڼي. دلته په لندن کې خو يوې مېرمنې ورته په زغرده وويل چې ته زما ورور نه يې. زه پلانۍ يم.

که ده د ايران کڅوړې د عمر داودزي پر لاس نه اخېستای، نو لږ تر لږه د دغه بېشرم و بېحيا او بې ايمانه پدرام د افغانستان د ملي نواميسو او ملي ګټو ښکاره دښمن او له افغانيته منکر او د افغانستان ښکاره قسم خوړلی دښمن به نن په پارلمان کې داسې نه غړمبېده، بلکې لا وختي به يې چا خوله هملته په پارلمان کې ورسمه کړی وای او داسې لت وکوب به يې ورکړی وای چې بيا بل چا له افغانستان او له افغانيته منکر او د افغانستان پټ وښکاره دښمن ترې خار خوړلی وای، خو دا چې د ښاغلي کرزي په خپله کونه کې يو خروار غول خمبيره وو، نو ځکه يې د ايران کڅوړې د عمر داودزي غوندې يو مطلق سفاک ته په لاس ورکړې وې او هغه به پر همدې پدرام غوندې بېغيرتو او بې ايمانو باندې وېشلې. داودزی چې يو لاس او پښه يې له پنجاب سره تړلي وو او بل لاس او پښه يې له تهران سره تړلي وو، نو ځکه خو د کڅوړو وېش هم همده ته ور ترغاړې وو.

مشوره :
زما مشوره ټولو د حکومت مخالفينو طالبانو او حقانيانو ته دا ده چې د پنجاب له اسارت او غلامۍ نه ځانونه خلاص کړئ. پنجاب هېڅکله موږ ته رښتينی نه دی. ښه شوه چې دوی خو څښتن تعالی په شرمونو وشرمول. تاسې ته خو هم لږ شرم په کار دی.

نن چې تاسې بې ايمانه او پرديپالو وکيلانو ته د مرګ او سختې سزا ګواښنه کوئ، نو ولې له حکومت سره سوله نه کوئ چې سياسي صحنې ته راننوځئ او له دې لارې خپل روا او مشروع حقوق ترلاسه کړئ. پنجاب، تهران، بېجنګ او مسکو د دې لپاره وسله او پيسې نه درکوي چې تاسې د ښې ورځې څښتن شئ، بلکې هغوی خپلې ګټې لري او هغه مخته وړي.

پايله :
که تاسې سوله ونه وکړئ او له بين الافغاني مذاکراتو يا خپلمنځي خبرو له ليارې رامخته نه شئ، نو د پنجاب، تهران، بېجنګ او د مسکو ځنځيرونه به مو په پښو کې پراته وي او د هغوی د غلامۍ يا تپل شوې جګړې جغ به مو تل غاړې ته پروت وي. تاسې به مجبوره ياست چې د هغوی د ګټو لپاره وجنګېږئ. کورنۍ به مو بونګه او تاسې به تل د مرګ له ګواښنې سره مخ ياست.

ابن تيّمه رحمه الله وايی چې تاسې د دوو شرونو (ضرورنو) ترمينځ يو هغه چې لږ شر (ضرر) وي ومنئ او له زيات نه ځان وژغورئ.
امريکا خو تاسې او پاکستان او هم شمال ټلوالې راوستې. د حامد مير د مرکې پر اساس که رباني و سياف د پاکستان په هڅونه سعودي دېته نه وای هڅولی چې اسامه بن لادن په سعودي کې له نظارته خوشې کړي چې هغه بيا همغسې ورپسې سوډان ته ولاړ او له هغه ځايه بيا رباني د جنرال حميدګل په بدرګه راوست. ولې هغه همغسې سيده پاکستان ته نه وړ چې افغانستان ته يې راوست؟

بيا ديکتاتور او دوه مخي مشرف چې بُش ته يې د هغه د ورکړې (ورسپارلو) ټټر وهلی وو او جنرال محمود ته يې ويلي وو چې ملا عمر د هغه له ورکړې منکر کړي. د افغانستان علماو خو مشر ملا صاحب ته ويلي وو چې هغه دې بل چيرته ولاړ شي. ولې تاسې ستون کړ او ځان مو پر لوی لاس د امريکا او ناټو تر ګوزار لاندې راوست؟ شرم خو تاسې طالبانو او حقانيانو ته په کار دی چې تاسې لا اوس هم د هغوی مشورو او فتواو ته ناست او سترګې پر انتظار ياست.

تاسې لږ له ځان سره سوچ وکړئ چې تاسې دا يوه نيمه لسيزه څوک ووژل؟ څوک مو د ژوند له نعمته بې برخې کړل؟ د چا اولادونه او نسل مو له د زده کړې له نعمته بې برخې کړ؟ تاسې چې زده کړه ونه کړئ او د پښتنو اولادونه زده کړه ونه کړې، نو تل به د پرديو سياسي ملايانو تر مذهبي نفوذ او تل به د نورو د نظامي واستخباراتي نفوذ تر تاثير لاندې يو او تل به د هغوی پر ګټه کارول کيږو.

تاسې وخدای او ايمان مو چې همدا نن يې له فراه نه راواخله تر هېلمند، کندهار، پکتيا، ننګرهاره يعنې له له غربه تر جنوب او ټول ختيزه ان تر شماله کندوز وسمنګان وبغلانه چيرته چې د پښتون کلی دی تاسې د غم پر ټغر کېنولی. اولادونه يې له ښوونځي پاتې او هم د شمال د ځينو متعصبينو او زورواکو تر ګوزار لاندې دې ان تر دې چې څوک يې خپلو مينو ته نه پرېږدي او د هغوی اولادونه د پوهنتون پر کچه او بهرني بورسونه اخلي او خپلې لوړې مسلکې زده کړې کوي او ستاسې له لاسه ګرد سره پښتون تباه شو، نو ستا پر دې اسلاميت او افغانيت به څه درد دوا شي؟

که تاسې سوله وکړئ بدي يې په څه کې ده؟ درست ده چې په حکومت کې دننه ځينې متعصبې، مغرضې او پرديپالې کړۍ شته چې د سولې پر وړاندې به خنډونه راولاړوي، خو که تاسې قوي اراده ولرئ، نو هېڅوک مو مخې ته نه شي ټينګېدای. ستاسې په راتګ او سولې کولو سره به په هېواد کې سوله وارامي راشي او هم به په نظام کې بدلون او نسبي تناسب د مساوات (برابروۍ) راشي. اوس خو ټول ميدان مو پر لوی لاس شغالانو او د افغانستان، افغانيت، اسلاميت او له خپل هويته منکرو او د پرديو چوپړو ته پرېښی دی، نو ولې له نظامي تشدده لاس نه اخلئ؟ ولې سوله ييزه مبارزه نه خپلوئ چې دا پرديپال او د پرديو په چوپړ کې ډوب د افغانستان د خاوري دښمنان او بد خواخان تېښتې ته مجبوره شي.

زه بالکل په پوره باور سره ويلای شم چې که تاسې په ريښتينې د اسلام او د خاورې خدمت ته ملا تړلې وي، نو سوله يې يوازېنۍ د حل لاره ده او دغه غمازان به خپله په رواني مرګ اخته شي او له ميدانه به زغلي او خپلو بادارانو ته به ورځغلي، خو ستاسې مخالفت دوی ته موقع برابره کړې چې هم يې له حکومت ونظامه خوري، هم پرې بد وايی. هم ورته ګواښنې کوي، هم ستا د راتګ مخه نيسي او هم يې د ملت پانګه (بيت المال) چوروتالان کړ. ولې د دې غلو مخه نه نيسئ؟

جهاد خو يوازې دا نه دی چې د پردی ټوپک غاړې ته واچوه، بلکې د جهاد و مبارزې نورې سوله ييزې لارې هم شته، نو ولې هغې ته مخه نه کوئ؟ ستاسې د جهاد لپاره هډو هېڅ پلمه نشته او نه پاتې ده.

په درنښت

طالبان:‌ هر هغه وکيل به له منځه وېسو چې د افغانيت او اسلاميت پر ضد دريځ ونيسي
http://www.taand.com/archives/98613
طالبان وايي: د اسلام او افغان له نوم پرته، پېژند پاڼې به وسوځو او اړوند کس ته به يې سخته سزا ورکړو
http://rohi.af/fullstory.php?id=60560