حمد شریف

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68091
عزت الله اکبري
دخبریدو نیټه : 2017-12-02

چې هم عشق او هم جانان د چا پخوا وي
نو سم دم به په جهان کې شاهین شاه وي
د جنت حورې غلمان مې په کار نه دي
ستا رضا به ربه زما مدام رضا وي
که ستا مینه مې نصیب شوه لویه خدایه
په دارینو کې نصیب به مې ښکلا وي
دا ښکلا به له دارینو وي بهتره
که مې عشق او جانان دواړه پاک الله وي
د دنیا ټول نعمتونه ستا عطا ده
زه محتاج یم او ستا نوم تل کبریا وي
اکبري د الله یاد تل په اخلاص کړه
مهربانه رب بښونکئ د ګناه وي