ادبي غچ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68093
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2017-12-02

 

 


له روس سره جهاد ښه دی چې ساده باده پمن دی
له امریکا سره ښه نه دی چې اده باده شتمن دی
د نن ورځي جهاد لوړ او مډرن اقتصاد غواړي
موږ ته ډالري اشغالګرخوږلکه ګلاب جامن دی
***

بي بي سي ویل طالبانو د امریکا لوړ منزلونه ونړول
سي این این ویل دامریکا په الوتکو یې هغوی خپله وژړول
سپيني ماڼۍ ویل په دنیا کې یوازې افغانان ښه نران دي
ملګرو ملتونو ویل په نړیدو کې افغانان لکه بلډوزان دي
د امریکا پنتاګون واخیست له افغانانو څخه ادبي غچ
ټولو ډارنو دنیاوالو ته یې غر جوړکړ له غولو د مچ
بوش نامي لیونیان زموږ دوطن ډانکیي مشران کړل
عام خلک يي له یوه سره په لویو بمونو چغټان کړل
مسلکي وزیران یې راته پاخه او ذاتي سګوانان کړل
غله او لوچکان یې راته د وطن اصلي رهبران کړل
اتل مجاهدان مو ښه مرییان دنوی ډلې د اشغال سول
د یو پر ځای پوره د پنځوسو بادارانو یرغمال سول
دشنوډالرو یې په دې جهادی غلومرییانو شرپ باران کړ
سم دم يې دفرهنګ دودونو اوادارې بنیاد په وران کړ
په دین یې ملنډی ووهلي هر د اسلام دین ضد غدار
په ملي دودونو یې رشخند ووهه هر پنځه پلاره بیمار
اوس هر ښه مجاهد مو یوازي د څوکۍ لپاره جنګیږي
کامونه مو د خپل انساني حق لپاره سم دم خوږیږي
شپږلکه ځوانان یې په پوډرو سم دم روږد او مبتلا کړه
کار یا ښه کول یې دهر چا له دې وطن سره ناروا کړه
بچه بازي دلته په مجاهدینو کې یوه دینداره خبره سوه
رشوت ، قبضه اوغلا دلته یوه خوږه ملی سندره سوه
هر ورځ بم کراسي سوه د بمونو اتش بازي سوه
د بې پيلوټه الوتکي په هرخوا کې روانه جادوګري سوه
له مجاهدو يي بې حیا غله اووطن فروشان جوړ کړل
دکیسه برانو او وچکه غلو څخه يي امران جوړ کړل
ول ټاکنې کوئ ولس امریکا ورته ټاکې دهغونر باچا
دافغان له وطنه یې جوړکړې ده توره سپينه د شیدو غوا
ځکه په دنیا کې بیله افغانه نسته بل خر بې اتفاقه هیواد
دخپل ګټي لپاره تیار سی دي چي څنګه وطن کړي برباد
ان ډیر په شورا کې ناست کلمه د اسلام او افغان نه مني
ډیر یی په شورا کې ناست په خدای اوقران ایمان نه لري
امریکا زموږټول ویاړلکه کب په خړو اوبو کې لاهو کړ
د افغانانو نوم او شرافت يي لکه مرداره دوړه هوا ته پو کړ
دنیا ته مالومه ده چې دافغان اوسنی مشرانو ایمان ده پیسه
خواران ارثي ناروغي لري پیسوته ریږدی او دی بې بسه
ټوله رهبران مو سل داني تسبی په لاس کی پیسه پیسه وایي
څوک یې جنوب او بې اوداسه څوک يي با اوداسه وایي
بی بی سی ویل دجال له افغان سره سر وواهه په سنګ
هم يې په دوو غلامو باچاهانو ژوند په ټول ملت کړ تنګ
اوس بیا رسیدلي افغان ته له امریکا د بل غچ وار دی
دا رابړان امریکا ته کش سوه دنورو د کشیدو وار دی