ملي امنیتي ځواکونه زموږ د نوامیسو ساتونکي دي!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68097
سپین غر ټنی
دخبریدو نیټه : 2017-12-02


ملي امنیتي ځواکونه زموږ د سر، مال، شتو، جایدادونو، کاروبارونو، اقتصاد او ژوند ساتونکي دي، د ښه ژوند زمینه راته برابروي، د ژوند ښه سهولتونه راته مهیه کوي، نو هغه څوک چې زموږ د ژوند کولو او د اینده د ښه ژوند تضمین کوونکي وي، ولې یې دفاع ونه کړو؟ موږ که د خپلو امنیتي ځواکونو دفاع ونه کړو، ددوی حمایت ونه کړو،که دوی ته د شومو، تروریستي، جنایي او کرغېړنو پېښو د پېښېدو نه مخکې خبر او اطلاع ور نه کړو؟ نو د هغو پېښو د پېښېدو مسؤولیت به زموږ پر غاړه وي، نه د امنیتي ځواکونو، ځکه له امنیتي ځواکونو څخه موږ د شومو او کرغېړنو پېښو چې واقع کیږي مخکې خبر وو او مخکې مو خبر لرله، نو لازمه ګڼو چې خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ کلک، لکه سپر او ډال ودریږو.، دوی حمایه کړو او پر وخت د بدو او شومو پېښو خبر ورکړو!
ملي امنیتي ځواکونه زموږ زامن، وروڼه، وریرونه دي، ټول مسلمان دي، کلیمه وایي او د اسلامي شرعي احکامو په رڼا کې خپلې وظیفې پر مخ بیایي، پنځه وخته لمونځ کوي، روژه نیسي، په داسې حال کې چې روژه یې په خوله وي او خدایي حکم یې منلی وي، دا د چا لپاره؟ دا زموږ د دې میړني ولس د ښېرازۍ، سوکالۍ، ارامتیا او هوساینې لپاره، ټولې ستړیاوې، تندې، لوږې او بې خوبۍ تیروي دا ټول زموږ او ستاسو په خاطر، ملي امنیتي ځواکونه همېش کوشش کوي چې خپلو ولسونو ته په نرم، ښه چلند خدامات وړاندې کړي، د ولسونو په ژوند کې سهولتونه ایجاد کړي، ولسونو ته مینه ورکړي، ملي امنیتي ځواکونه کوشش کوي چې د خلکو په ژوند کې کومه بده پېښه تکرار نه شي، نو موږ ولسونو ته هم لازمه ده چې باید د ملي امنیتي ځواکونو سره څنګ په څنګ، ملا په ملا ودریږو او په هره ستونزه کې یې ملا ور وتړو، ځکه دوی زموږ زامن، وروڼه او زموږ وجودونه دي، زموږ د وجود اندامونه او غړي دي.
کو موږ تېر تاریخ ته متوجه شو د غازي امان الله خان په دور کې ولسونو د خپلو ځواکونو ملا ور وتړله، د غازي تر قیادت لاندې یې د امنیتي ارګانو ملاتړ وکړ، هغه و چې د نړۍ یو ستر قدرت یې مات کړ، چې ددې قدرت د ماتیدو فکر هېچا هم نه شو کولی، نو موږ ولسونه که د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو، لېرې نه ده چې په هېواد کې چې کومې بدې پېښې تر سره کیږي، ددې مخه ونیول شي او مخه به یې ډب شوې وي.
ملي امنیتي ځواکونه په یو هېواد کې داسې حیثیت لري لکه په یو وجود کې چې د ملا تیر حیثیت لري، که په وجود کې د ملا تیر سم، سالم و، ټول وجود سم او سالم دی، نو د امنیتي ځواکونو سالموالی زموږ د ولسونو په ملاتړ او ننګه کې دی.
ملي امنیتي ځواکونه ددې هېواد د ملي حاکمیت او پشپړې ازادۍ ساتونکي دي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه زمونږ زړور ځواکونه د هیواد رښتیني ساتونکي دي!
دغه ځواکونه تل زمونږ له ژوند او شتمنۍ ساتنه کوي او شپه او ورځ خپلې دندې سرته رسوي.
زموږ ملي امنیتي ځواکونه اوس ددې توان او طاقت لري چې د خپل هېواد څخه په کلکه او ټینګه دفاع وکړي، افغان ملي امنیتي ځواکونه اوس د پخوا په نسبت قوي، پرمختللي، مجهز او په وطني مینه سمبال دي، دوی د خپل هر ولایت، مرکز، ولسوالۍ او ښار څخه په مستقلانه توګه دفاع کولی شي.
زموږ ملي امنیتي ځواکونه د تېر په څېر اوس د جنګ په میدان او بهر له جنګه داسې یوه روحیه او مفکوره لري چې که مړو شوو، شهیدان یو او که ژوندي یو نو وطن ته خدمت کوو، دا ډول مفکورې او روحیې د نړۍ ډېری پرمختللي پوځونه نه لري.
د نړۍ په قوتونو کې د پوځ مشران خپلو عساکرو ته د جنګ کولو مورال، جرات او روحیه ورکوي، دوی په یو نا بل ډول تشویقوي، لوړ معاش ورکوي، خو زموږ افغان پوځ ددوی څخه برعکس د معاش لپاره نه جنکیږي بلکې د اسلام، وطن، ولس، خاورې ناموس لپاره جګړه کوي او تر دې حده چې د خپل ځان او مال په کیسه کې نه دي، خو اسلامي اصول، وطن ساتي او مورال قوي لري.
انسان که مټ، وزر، لاسونه، پښې، سترګې، غوږنه او د بدن یو غړی ونه لري او په بدن کې یې یو نا یو ډول ناروغي موجوده وي، نو انسان نیمګړی او حتا د بیلابیلو تکلیفونو، زجرونو سره مخامخ وي او بیلا بیل وختونه ځان نیمګړی او ناراحته حس کوي او ځان ورته نیمه انسان معلومیږي، نو همدا ډول د یو هېواد پوځ که کمزوری او نیمګړی وي، هېواد یې او ولسونه یې په هره برخه کې، که هغه اقتصادي وي، رغنیز وي، ابادي وي، ټولنیز وي، جنګیز وي کمزوری او حتا د نړۍ له هېوادونو سره سیالي نه شي کولی، همدا پوځ او امنیتي ځواکونه دي چې زموږ په هېواد مې د انسان د بدن د غړیو په شان حیثیت لري، که هېواد مو امنیتي ځواکونه او پوځ ونه لري او کمزوري وي، نو هېواد مو په هره برخه او لحاظ کمزوری دی، اقتصادي پروژې به نه پلي کیږي، چې د اقتصادي پروژو په پلي کولو سره د ولسونو او خلکو ژوند هوسا او اقتصادي مسایل یې حل او کم وي، د خلکو بیلابیل کار او بارونه د حکومت په اقتصادي پروژو پورې تړلي دي، ځکه که د یوې پروژې امنیتي ساحه د امنیتي ځواکونود کنټرول لاندې نه وي، نو پروژه نه پلي کیږي، چې پروژه پلي نه شوه، د خلکو سرمایه او اقتصادي مسایل هم کمزوري او نه پلي کیږي، د امنیتي ځواکونو ملاتړ او حفاظت باید په دې او دومره کچه ترسره شي، لکه یو انسان چې د خپلو پښو، سترګو، لاسونو او په عموم کې د خپل بدن حفاظت او ملاتړ کوي، موږ ولسونه باید د خپلو امنیتي ځواکونو یو سرباز او عسکر په داسې یوه درنه سترګه وګورو او د هغې حمایت او ساتنه، ننګه وکړو لکه د خپل فامیل د یو غړي ننګه او ساتنه چې کوو، دا ځکه چې افغانستان د یو فامیل حیثیت لري او فامیل، د خپل کور غړي ساتنه په هر حالت کې کوي، که د فامیل یو غړی یا د بدن کوم ځای ناروغ وي، نو ټول فامیل په بیلابیلو تکالیفو ورسره لاس او کریوان وي، په ټول کور کې ذهني ستونزې موجودې وي او همدارنګه زموږ د هېواد هر سرباز اود امنیتي ځواکونو غړی که زخمي یا په شهادت رسیږي داسې حیثیت لري لکه د کور او یو فامیل غړی چې له لاسه ورکوو!