یو بل ستر الماس و موندل سو( دوهمه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68113
پوهنمل حاجي محمد نوزادي
دخبریدو نیټه : 2017-12-06


 

یو بل ستر الماس و موندل سو( دوهمه برخه )

د ژباړونکي یادوونه :
    د الماس هغه ستره ټوټه چي د روان ۲۰۱۷ کال په مارچ کي موندل سوی وه او په لومړۍ برخي کي یې یادوونه سوې وه ،  د « سولي » پنامه څو ورځي وړاندي د نیویارک په لیلام کي په شپږ نیم میلیون ډالره و پلورل سو . د لا ډیرو مالوماتو په موخه لاندي لینک کلیک کړې :
http://www.bbc.com/pashto/world-42233893
   تر ټولو وروستی الماس د همدې روان کال په اکتوبر کي و موندل سو . د الماس ددغي ستري ټوټي د تر لاسه کیدو په هکله اړین مالومات د لیکني په لومړۍ برخه کي خپور سو چي د ډنمارکي ژبی ورځپاڼي « مترو اکسپرس » څخه مي پښتو ته اړولی وه او ښایې درنو لوستونوکو به په همدغه یا کوم بل سایټ کي لوستي وي .
     د نوموړي لیکني په پاي کي ددې لپاره چي لوستونکي د الماس په باره کي د خپلو عمومي مالوماتو او پوهي کچه و ازمایي ، څو سوالونه وړاندي سویدي چي یو شمیر یې په لاندي ډول را ژباړم . د لوستونکو څخه غواړم په ځیر او پوره دقت یې ولولي ، خپل د فهم له مخي یې سهي ( صحیح ) ځوابونه په نښه کړی او وروسته یې دهغو رښتینو صحیح ځوابونو سره پرتله کړي چي ما د تست په پای کي په قوسونو کي راوړی دي :
لومړۍ پوښتنه ــ د ( الماس ) نوم د یوناني کلمې ( Adamas ) څخه اخیستل سوی چي مانا یې ده :
الف ـ روښان او شفاف .
ب ـ قیمتي او ارزښت لرونکی .
ج ـ نه ماتیدونکی او نه ورانیدونکی .
دویمه پوښتنه ــ الماس د ځمکي پر مخ تر ټولو سخته تیږه ده . هغه یو شی چي الماس توږلای سي ، دادی :
الف ـ یوه ډیره تیزه ( تیره ) چاړه .
ب ـ یوه مرمۍ .
ج ـ یو بل الماس .
دریمه پوښتنه ــ الماس د میلیاردونو کلونو په اوږدو کي د ځمکي د ګیډي په نژدي ۱۵۰ کیلومتري ژوره کي منځته راغلي دي . دغه ماده په څه ډول د ځمکي مخ ته را رسول کیږي ؟
الف ـ د ځمکي لاندي اوبو د جریان په مټ .
ب ـ د ځمکي دننه د تکتونیکي پلیټونو (*) د خوځښت په مټ .
ج ـ د ځمکي د دننه څخه د اور غورځونکو ( اتش فشان ) عملیاتو په مټ .
نوټ :  (*)  ـ  تکتونیکي پلیټونه ، دا د ځمکي په دننه کي هغه ستري کتلي دي چي تل په حرکت او خوځښت کي وي او له مخي یې د ځمکي په سربیرنه او دننه بڼه کي بدلونونه منځته راځي .
څلورمه پوښتنه ــ  په کومه میاشت کي د زیږیدلو کسانو د پاره الماس یوه بختوره ډبره ګڼله کیږي ؟
الف ـ مارچ .
ب ـ اپریل .
ج ـ مۍ .
پنځمه پوښتنه ــ په نړۍ کی تر دغه ګړیه پوري د تر ټولو ستر پیدا سوي الماس وزن څومره دي ؟
الف ـ ۸۲۳ قیراته .
ب ـ ۱۲۶۱ قیراته .
ج ـ ۳۱۰۶ قیراته .
شپږمه پوښتنه ــ Caroline Wozniacki د ډنمارک یوه ډیره وتلې د تینس لوبغاړې ده . دې ته یې د ژوند ملګري د نامزدۍ په ورځ د الماسو یوه ښکلي ګوتمۍ ( ګوته ) ور په ګوته کړه . ایا پوهیږئ چي ددغه الماسي غمي وزن څومره وو ؟
الف ـ 4,4  قیراته .
ب ـ 8,88 قیراته .
ج ـ 12,12 قیراته .
اوومه پوښتنه ــ  تر ټولو ډیر الماس د نړۍ په کوم ځای کي موندل سویدی ؟
الف ـ کاناډا .
ب ـ هندوستان .
ج ـ افریکا .
اتمه پوښتنه ــ د ګلابي ستوري (Pink Star ) پنامه تر ټولو قیمتي الماس چي  59,6 قیراته وزن یې درلود ، په یوه نړیوال لیلام کي خرڅلاو ته وړاندي سو. ایا پوهیږئ چي هغه غمی هلته په کومه بیه و پلورل سو ؟
الف ـ ۴۶ میلیون  ډالره
ب ـ  ۵۲ میلیون ‌ډالره
ج ـ  ۷۱ میلیون ډالره
نهمه پوښتنه  ــ د « کوه نور » پنامه وتلی الماس چي د هندوستان په اندرا پردیش ایالت کي تر لاسه سویدی او د ماهرانو په آند یو رښتینی بې بها ( تر ټولو د لوړ ارزښت لرونکي ) غمی ګڼل کیږي ، څه فکر کوئ چي دا غمی اوس د چا ملکیت دی ؟
الف ـ د برټانیې د شاهي دربار .
ب ـ د یوه خصوصي مالک .
ج ـ د ایران د وروستي شهنشاه محمد رضا پهلوي د کورنۍ پاته کسانو ته په میراث رسیدلی دی .

      د پورته پوښتنو په تست کي خپل په نښه کړي ځوابونه د لاندي رښتینو ځوابونو سره پرتله او پدې توګه د خپلو مالوماتو کچه و ازمایاست :
 
( لومړی سوال ـ ج /  دویم ـ ج /  دریم ـ ب /  څلورم ـ ب /  پنځم ـ ج /  شپږم ـ ب /  اووم ـ ج / اتم ـ ج / نهم ـ الف )

ډنمارک ــ ۲۱ / ۱۱ / ۲۰۱۷