وحدت: پولیسو ته باید اعاشوي مواد په خپل وخت ورسیږي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68115
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-12-06

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي، د پولیسو اعاشه باید با کیفیته او په خپل وخت اجرا او دوی ته ورسیږي.
دغه څرګندونې د چهار شنبې په ورځ پکتیکا والي د امنیه قوماندانۍ د پولیسو د اعاشوي مووادو د قراردادیانو او د قوماندانۍ د مسؤلینو سره په ناسته کې وکړې.
د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې لارښوونه د پولیسو د اعاشې د وېش په برخه کې  د نظارت په موخه یو هئیت هم ټاکل شوی څو له یادې پروسې پر وخت او سمه څارنه ترسره کړي.