د بي بي عایشې (رض) له عالي دارالعلوم څخه سلګونه نجونې فارغې شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68120
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-12-12


د کابل ښار د بي بي عایشې (رض)  له عالي دارالعلوم څخه ۴۱۳ تنه نجونې فارغې شوې. د دوی له ډلې ۳۸۳ تنه له څوارلسم ټولګي او پاتې ۳۰ تنه له دولسم ټولګي څخه فارغې شوې دي.  دا د یاد دارالعلوم لسمه دوره فارغانې دي، چې ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال ډاکټر محمد شفیق صمیم فارغو شویو نجونو ته مبارکي وویله او د مبارکو احادیثو او ارشاداتو پر اساس یې د علم زده کړه پر نر او ښځه فرض وبلله. ښاغلي صمیم هیله وښوده، چې فارغې شوې نجونې به وطن او اسلام ته د خدمت مصدر وګرځي.

د بي بي عایشې (رض) عالي دارالعلوم په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د مدرسې په ډول رامنځ ته شوی، چې په ۱۳۸۶ کال کې دارالعلوم ته ارتقا ورکړل شوې ده. له دې معتبر اسلامي بنسټ څخه تر دې مهاله په لسو دورو کې ۳ زره نجونو د فراغت اسناد ترلاسه کړي دي.

د غونډې په پای کې د بي بي عایشې (رض) د عالي دارالعلوم آمرې مېرمن نظیفې صدیقي ته د ښو خدمتونو په موخه د پوهنې وزارت لخوا د «ملالۍ میوندۍ» مډال ورکړل شو او پر ممتازو زده کوونکو ستاینلیکونه هم ووېشل شول.