جنازه کې د چاودنې له امله ۱۵ تنه د جنازې لمونځ کوونکي شهیدان شول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68142
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-12-31

د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جنازې د لمنځه پر مهال په موټر سایکل کې د ځآی پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله ۱۵ تنه د جنازې لمونځ کوونکي شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان دي .
د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته وویل، نن  له غرمې وروسته شاوخوا دوه نیمې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د مقام خان په هدیره کې د هسکې مینې ولسوالۍ د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې د لمنځه پر مهال په درول شوي موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله پنځلس د جنازې لمونځ کوونکي شهیدان شوی او څوارلس نور ټپیان دي .
نوموړي زیاته کړه، د یو شمیر ټپيانو روغتیایي وضعیت هم نازک دی او ښایي د شهیدانو په شمیر کې زیاتوالی هم راشي .
هغه وایي، د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي،چې یو شمیر یې د یوې کورنۍ پورې تړاو لري .