په افغانستان کې د اندونيزيا سفير د شاه غازې امان خان په مزار د ګلونو ګیډۍ کېښوده .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68150
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-01-13


په افغانستان کې د اندونیزیا هېواد سفیر عارف الرحمن،د مرغومې په ۲۲مه چې د ولایت سرپرست مرستیال عبدالله رقیبي،د بهرنیو چارو رئیس حاجي حافظ او یو شمیر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله،د شاه غازي امان الله خان مقبرۍ ته ولاړل او د هېواد د دې ستر غازي په مزار یې د ګلونو ګیډۍ کېښوده .
د ننګرهار سرپرست مرستيال والي او مستوفي عبدالله رقيبي په هېواد کې د اندونيزيا سفير ته د شاه غازي امان الله خان د پاچاهۍ ، لاس ته راوړنو او ميړانې په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل .
نوموړي د اندونيزيا له سفير مننه وکړه ، چې ننګرهار ته يې سفر کړی او بيا يې د غازي امان خان مقبرې ته د دعا په موخه ورغی او د ارواښاد په قبر يې د ګلو ګيډۍ کېښوده .
رقيبي وويل شاه غازې امان الله خان د نورو لاس ته راوړنو ترڅنګ د افغانستان لپاره ازادي اخستې .
په هېواد کې د اندونيزيا سفير د غازي امان الله خان په مزار د ګلو د ګيډۍ د کېښودولو پر مهال غازي امان الله خان د افغانانو ستر وياړ وباله او د مرحوم روح ته يې د دعا په موخه لاسونه لپه کړل .
نوموړي دغازي امان الله خان له مقبرې څخه په ليدنه خوښي وښوده او د شاه غازي امان الله خان کړنې يې وستايلې .