شیرک سوي موږکان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68157
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2018-01-13

 

 

 

ملا چرګک عطا یې وویښت حلال يې نه کړ ترې مردار سو
د وراسته، خوسا او پسکن بوی يي سږی پرې پرې د مزار سو
له ډیر جنجاله وروسته د ګازي تذکرې تمام قانوني کار سو
په ډیر ځنډ یې بیا د ایراني جاسوسي خارښتي باند را بیدار سو

په دې ملک کې په ټولو ملي شیانو پیدا سوی ولي جنجال دی ؟
ځکه تر اصلي وطنپال دلته اصلي دښمن پال خورا ډیر فعال دی
هر څوک چې په دې وطن کې اوسیږي هغه قانوني افغان دی
ایراني مرییان دافغان د بې غیرتي وایي دا وطن اصلي خراسان دی

د وطن دیووالي لپاره له دښمنانو سره فوري بوکسي جهاد روا دی
ځکه وطن کې اوس وطنپال ګونګ ، خاین او بد زاد ګویا دی
راویښ سه ملته ددې اصلي دښمنانو په خوله داستاد هاشم طبله ووهه
هرچیري چي داسې سر زقومان وینې په توره سر دهغه بدجوله ووهه

 


د یوې ډلې غلو دلته یوازې موخه غلا د بې خاونده ملت ثروت دي
دحیرتان ، تورخم او سپین بولدک د بندرونو نیمه غلا ورته غنیمت دي
دا د پیسو غله دي، خدای دي مو ساتې د تاریخي یوالی له غلو څخه
هغه افعي ماران زموږماشونانو ته منصور پدرام رحیمي اوفطرت دي

دا ایراني موږکان زموږ دبې غوري په دې وطن کې سول ډیر شیرک
په موږ د زمري اکت کوي دا د ډیموکراسۍ په میو مست هر موږک
د زاکاني د منظومې هغه توره پیشو دا پردي مست موږکان غواړي
ښه بې پروا زورور او سرې سترګې افغانان دا پاسوګان غواړي

پاسوګان ( رذیلان)