د حکومت او عطا ترمینځ کړکیچ کې څوک بریالي دي؟!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68170
شمس الدین شمس
دخبریدو نیټه : 2018-01-01

په دې ورځوکې رسنې په ځانګړې توګه فیسبوک کارونکي د استاد عطا محمد نور د استعفا په هکله لیکنې کوي، یوه ورځ وړاندي ارګ د رسمې اعلامې په خپرولو سره لیکلي چې ولسمشر د بلخ ولایت له مقام څخه د ښاغلي نور استعفا منلې ده، خو له لیږ ځنډ ورسته ښاغلي نور پخپل لومړي غبرګون کې وویل : دا استعفا لیک نږدې یو کال وړاندې له دولت سره د یو سیاسي جوړجاړی په رامینځ ته کولو کې د ښه نیت د ښودلو په موخه لیکل شوی وو، خو دولت په خپلو کړو ژمنو عمل ونکړ نو له همدې امله زما استعفا هم بی اعتباره ده!
د ښاغلي نور څرګندونو ته په کتو سره که فرض کړو چې له دې استعفا څخه یو کال تیر شوی او پخوانۍ ده او یا هم دا استعفا لیک مشروط ده، چې دولت یې شرایط پوره کړي ندي نو د منلو نده، خو د افغانستان قوانین ولسمشر ته دا صلاحیت ورکوي چې والي تبدیل یا له دندې ګوښه کړي! اوس که ولسمشر د یو فرمان له مخي ښاغلی عطا ګوښه کړي یا یی کوم بل ولایت ته تبدیل کړي، نو آیا ښاغلي عطا ته به د منلو وړ وي؟! آیا عطا به پرته له کوم مقاومت څخه دنده پریږدي او د ولسمشر پریکرې ته به درناوی وکړي؟! دا ډول پوښتنو ته په نوره نړۍ کې ځواب ساده ده، د نړۍ په باثباته هیوادونو کې د ولسمشر پریکړو ته درناوی کیږي او که چارواکی په هر موقیف کې وي ورته د منلو وړ او قانوني حیثیت لري، خو د افغانستان په شان په جکړه ځپلو او بې ثباته سیاسي ټولنو کې د ولسمشر پریکړي او د قانون مواد همیشه چارواکو له لوري ننګول کیږي، په دې لیکنه کې هڅه شوې چې ( د ولسمشر له لوری د عطا د ګوښه کولو لامل څه ده؟ او د دې اختلاف پایله به څه وي؟) پوښتنو ته ځواب پیداکړو.
ښاغلی عطا محمد نور نږدې ۱۳ کاله د بلخ د والي په توګه پر دنده پاتې شوی ،څو ځله پخواني ولسمشر حامد کرزي هم هڅه وکړه چې نوموړی له دندي ګوښه یا تبدیل کړي خو بریالی نشو، ولسمشر غني د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال د ښاغلی نور په هکله ویلي وو: عطا د هیواد یو له فاسیدو څیرو څخه ده او د ده په هکله باید مرکزي حکومت تصمم ونیسي، نو ویلای شو چې د نوړوي له دندې څخه د ګوښه کولو لامل د ولسمشر له لوري په ټاکنو کې د کړو ژمنو تر سره کول دي، خو مسله دومره هم ساده نده، ولسمشر غواړي چې د افغانستان اقتصادي وده چټکه کړي، شفافیت رامینځ ته کړي او له پاکستان څخه اقتصادي ازادي تر لاسه کړي، د دي لپاره له شمالي ګاونډیو هیوادونو سره د سترو اقتصادي پروژو او تړونونو په پلې کولو صلاح شوی، دا پروژي لکه د لویو لارو جوړول، د بریښنا واردول، د اورګاډی پټلې غزول... د دا ډول پروژو د تطبیق لپاره د دولت حاکمیت جدی اړتیا ده، دولت باید په سیمه کې په پوره توګه حاکمیت ولري تر څو یادې پروژې په کامیابي سره تر سره کړي، ولسمشر غنی په شمال کې د دولت دحاکمیت په وړاندي ښاغلي عطا ته د ستر خنډ په سترګه ګوري،ځکه په تیرو څوکلونو کې ښاغلي عطا د مرکزي دولت ځینی پریکړي ننګولې دي، او په ورستیو کې یې د دولت مخالفت د یو جبهې په رامینځ ته کولو سره اعلان کړ(جبهه نجات)، ښاغلی عطا هڅه کوي چې د دولت د ځینو مهمو کارونو مخه ونیسي تر څو د خلکو په وړاندې دولت ناکام وښيی او په راتلونکې کې د ولسمشر غنی د بیا ولسمشر کیدو چانس کم کړي، دریم لامل چې ولسمشر غواړي ښاغلی نور له دندې لري کړي په ښاغلي نور د فساد تورونه دې ، داسي ادعاوي شتون لري چې ښاغلي نور د دولت میلیونونه ډالر خپل جیب ته اچولي ، ویل کیږي چې ښاغلی نور دري لوی شرکتونه لري چي په ساختماني چارو او کان کندلو کې کار کوي ، دشمال ولایتونو اکثریت پروژې له خپل ځواک څخه په ګټه اخیستو سره خپلو شرکتونو ته ورکوي، د کانونو په غیری قانوني توګه ایستلو کې هم لاس لري، او ویل کیږي چي په شمال کې د ګمرک زیاتره پیسی هم خپل جیب ته اچوي او لیږ یی د دولت بودیجې ته لیږي، څلورم مهم لامل چې ولسمشر غواړي عطا نور په همدې دنده نور پاتې نشی، جنګسالارانو او زور واکانو ته یو واضح پیغام ورکول دي، ولسمشر غواړي چې جنګ سالارانو ته وښیی چې په قدرت کې د پاته کیدو لپاره له دې ورسته ملیشه او ځواک کار نشي ورکولاي ، دولتي چوکۍ میراثي نده او باید له قانوني لارو چارو قدرت ته ځان ورسوئ.
که ولسمشر له یادو لاملونو څخه د هر لامل په اساس ښاغلی عطا له دندې لري کوي مهمه نده، مهمه داده چې ولسمشر تصمیم لري چې بلاخره باید عطا د بلخ د والي په حیث له دندې لري شي، دا چې عطا محمد نور ولي د ولسمشر اعلان په وړاندي منفي غبرګون وښود ؟ لامل یي څه کیدي شي؟! زما په نظر لومړی لامل دا کیداي شې چې ، ښاغلي نور د فساد دوسیې لري، فکر کوي که له دندې لري شې نو د نوموړي د فساد کیسې به افشا شې او ټول ملت ته به د ده اصلې څیره څرګنده شي او په ولس کې به خپل محبوبیت له لاسه ورکړي، د دندې د نه پریښودو دوهم لوی لامل داده چې ښاغلی نور فکر کوي چې که له اوسنې دندي لري شې سر نوشت به يې د اسماعیل خان او دوستم په شان شي، هغوي هم کله چې له خپلو ولایتونو څخه مرکز کابل ته راوستل شول خپل ځواک یې له لاسه ورکړ په خآنګړي توګه اسماعیل خان چې یو وخت به یې مرکزی دولت ته ګواښونه کول، ځان یې د هرات امپراطور باله او قانون ته يې غاړه نه ایښودله ، خو کله چې کابل ته راوستل شو د وخت په تیریدو سره یې خپل ځواک او محبوبیت له لاسه ورکړ. همدا له قدرت څخه لیري کیدل ښاغلي عطا په رواني لیحاظ ناروغ او وارخطا کوي اوپه بې پروایې سره خپل موقیف د دولت په وړاندي اعلانوي، نوموړی فکر کوي که څو ورڅې له قدرته لري شي نو خپل اقتصادي قدرت هم نشي ساتلی، بل مهم لامل راتلوونکې ټاکنې دي، ښاغلي عطا سر له همدا اوسه خپل ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړی، فکر کوي که دی له قدرته لري شي بیا نشي کولای چې په هغه اندازه رایه ترلاسه کړي چې ولسمشرۍ ته پری ورسیږي یا حداقل په سیاسي جریاناتو کې ورباندې چنه زني وکړای شي، په ټول کې عطا او نور جنګسالاران د ملت لپاره بله کومه کارنامه او پلان نلري چې ملت ورباندي را ټول شې همدا قدرت او مقام د ملت د کنترولولو او تر خپل اغیز لاندي راوستلو لپاره یواځینۍ وسیله ګڼي.
بل لورته د ولسمشر له لوری د عطا استعفا منل او د هغه منفی غبرګون او د استعفا بی اعتباره ګڼل هیواد وال په اندیښنه کړي دي، له ولس سره پوښتنه ده چې آیا ولسمشر به وکولاي شې خپل تصمیم عملي کړي؟ که عطا په سولیز شکل خپله استعفا ونه ومني حکومت د دې توان لري چې د ځواک کارولو له لاري عطا یې منلو ته مجبور کړي؟! تر کومه ځایه چې په عطا پوري اړه لري ، عطا به هیڅکله هم په سولیز شکل دې پریکړي ته غاړه کیښنږدی، هغه که په سلګونه کسان شهیدان یا د افغانستان نظام ړنګ هم شي پروا یې نلري، نوموړي پخپله خوله اقرار کوي چې له دوستم سره په خپل مینځې جګړو کې يې تر ۷۰۰ تنه زیات وژل شوي دي، عطا قدرت ته سخت لیوال ده، نو له هغه څخه هیله نشي کیدای چې په سولیز شکل دې خپله استعفا ومني، بل لورته که وګورو ولسمشر هم پخپل تصمیم کې جدي ښکاري، له نن نه اووه میاشتې وړاندې د عطا په استعفا او له دندې نه په ګوښه کولو بحث کیده، ولسمشر له ډیر فکر ورسته د نوموړي د استعفا منل اعلان کړل، داسي فکر کیږي چې په دې هکله ولسمشر د بهرنیانو ملاتړ ترلاسه کړی، تیر ته په کتو سره بهرنیانو په ورته پیښوکي د مرکزي حکومت تر څنګ دریدلې دي، د بیلګې په توګه ، د اسماعیل خان، پاچا خان زدراڼ، ګل اغا شیرزی او دوستم سره د مرکزي حکومت په را ولاړو شو ورته لانجو کې بهرنیانو په ځانګړي توګه امریکایانو د مرکزي حکومت په پلوي مداخله کړې، حتی اسماعیل خان او دوستم ته یې د مرګ ګواښ وکړ، د دوستم په کور یې داخطار په توګه د جنګې الوتکو ټیټ پروازونه وکړل، تر څو دوستم د مرکزي حکومت پریکړي منلو ته اړکړي او بلاخره همداسي وشول، اوس هم شاید امریکا په دې هکله د دولت تر څنګ ودریږي او عطا ته له دندې د ګوښه کيدو سپاریښتنه وکړي، د دې لپاره چې عطا ته په ولس کې یوه د خټو پوزه کیږدي کیداي شې په مرکز کې ورته کوم پوست هم وړاندیز کړي! که عطا د امریکایانو د غوښتنو خلاف د دولت په وړاندي بغاوت وکړي پایله به یې د نوموړي په زیان وي، ښاغلی نور په افغانستان کې د امریکایانو په رول او ځواک خبر ده، هیڅکله هم د هغوي د غوښتنو او ګټو خلاف کار نه کوي او نه یې کړی ده، بهرنیان په دې هکله په ډیره اساني سره قناعت ورکولی شي.
پایله: ډیر قوي احتمال شته چې عطا له دندې لري شي او په دې شخړه کې بهرنیان د افغانستان د مرکزي دولت پلوي وکړي، که داسي وشي نو دا د دولت د ثبات او قانون د حاکمیت او په ټول کې د یوه ښه سیاسي فرهنګ د رامینځ ته کیدو زیری ده، خو که د عطا او نورو سیاسي لورو د فشار له امله دولت له خپلې پریکړې په شا شي دا به په هیواد کې د قانون د حاکمیت په وړاندي بده پایله ولري او نور جنګسالاران به هم وهڅول شي چې خپلې ګټې او دندې په زور خوندي کړي.
نو ټول افغانان باید د حکومت د دا ډول پریکړو پلوي وکړي او دمرکزي حکومت تر څتنګ ودریږي، هیڅکله د مافیا او دولت ضد فاسیدو ډلو د تبلیغاتو تر اغیز لاندي رانشې ، ځکه دا په هیواد کې د مدنې او قانونمدې ټولنې د رامینځ ته کیدو په لور اساسی ګامونه دي چې باید واخستل شي.

یادونه: هر ځواکمن کس چې کله له قدرت څخه لري شي نو بیا مظلوم ولس د دې چانس لري چې د نوموړي د ظلم او فساد کیسې په ژبه راوړي، د عطا په هکله هم همداسي کیدای شې وشي!