ریښتنیني خلک دغه نهه (۹) ځانګړنې لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68192
ژباړن: حضرت عثمان نوري
دخبریدو نیټه : 2018-01-25

 

 صداقت او ریښتینولي د غوره شخصیت جوړونې لپاره یوه اړینه فرموله ده؛ ځکه ستاسې شته شخصیت په ریښتینولۍ او پوره باور ولاړ دی. که تاسې خپل اعتماد او باور له لاسه ورکړئ، شخصیت ته مو زیان رسولی شي. دلته موږ تاسو ته هغه نهه ځانګړنې روښانه کوو چې ریښتيني خلک یې لري او کچېرې یې تاسو هم په خپل ژوند کې عملي کړئ، نو تاسو هم صادقان بلل کېږئ.

لومړی: ریښتیني خلک منندوی وي
 که تاسې له ریښتینو ملګرو سره مرسته کوئ، نو هغوی حتماً له تاسو مننه او قدردانی کوي. همداراز په ټولنیز ژوند کې ډېر خلک د صادقه خلکو ستاینه کوي؛ دا ځکه دویو تل په ژوند کې له دروغو، دوکې او فرېب خپل ځانونه ساتلي او همېش یې حقایق خوښ کړي دي.

دوهم: ريښتیني خلک وفادار وي
 په ملګرتیا کې وفاداري تر ټولو مهم اصل بلل کیږي، ځکه په وعده وفا کول بې باوري له مېنځه وړي او صادقه خلک هېڅکله له ملګرو سره دوکه (وعده خلافي) نه کوي؛ له همدې آمله وفاداري لرې واټن رانږدې کولی شي او د ښې ملګرتیا لومړۍ ځانګړنه هم همدا ده چې لرې واټن رانږدې کړي.

دریم: ریښتیني خلک په خپل درېځ کلک ولاړ وي
 لیدلي به مو وي چې صادقه خلک د چا تر فشار لاندې نه وي؛ ځکه خو دوی په هر حالت کې خپلې تبصرې وړاندې کوي، همدا راز دوی د چا پروا نه ساتي، له چا نه ډاریږي، او څه چې حقایق وي، پرې ټینګار کوي.

څلورم: ریښتیني خلک باور نه بایلي
 لکه چې وړاندې مو وویل؛ باور د شخصیت جوړونې یو اصل دی، او پرته له باوره مو شخصیت منفي ثابتیږي. که تاسې یو وړ شخص یاست؛ لامل یې دا دی چې باور مو له لاسه نه دی ورکړی. بې باوري انسان خاموي، او د شته مقام څخه یې را غورځوي.

پینځم: ریښتیني خلک درناوی کوي
 که تاسې لیدلې وي، صادقه خلک تل خوشبینه وي او په هغو فعالیتونو ډېره خوښي څرګندوي چې د ټولنې ګټې پکې نغښتې وي. دوی د هغو وګړو قدردانی کوي چې فکر یې ملي او احساس یې پياوړی وي.

شپږم: ریښتیني خلک مهربانه وي
 ریښتیني خلک چې کله مقام ته ورسیږي، نو حق په حقدار سپاري او تل مهربانه فکر لري، همداراز چې کله دویو ته مسلکي او یو بل غېر مسلکي شخصیت عارضان شي؛ نو ریښتیني خلک پرته له کومې توقع حقدار ته اولیت ورکوي او دا کار د مهربانه خلکو ځانګړنه ده.

اووم: ریښتیني خلک حقایق نه ځنډوي
 صادقه خلک خپل نظر بې پرې څرګندوي او په دې ډېر ټینګار کوي چې د اصلاح لپاره یې رغنده ګامونه واخیستل شي. همداراز دوی په عمل ډېر تاکید کوي او د یو کار په تمه کېدو سره مخالفت څرګندوي.
اتم: ریښتیني خلک راز ساتونکي وي
 راز پټ ساتل یو هنر غواړي او هر څوک دا کار نه شي کولی، ځکه د راز ساتل دا آسانه کار نه دی. صادقه خلک راز په راز کې ساتي او هېڅکله به له دویو په اسانه رازونه افشاء نه کړئ؛ ځکه دوی په خپل درېځ کلک ولاړ وي او په دې پوهیږي، که یو ځل یې باور بایلود، بیا یې باور له مېنځه ځي.

نهم: ریښتیني خلک په زړه صفا وي
 د مارک ټوېن د وېنا له مخې: "که تاسې ريښتیا وایئ؛ نو له هېڅ شي مه ډارېږئ، ځکه ریښتیا وېنه تاسو له هېرې او اندېښنې ژغوري." صادقه خلک که څه هم ځیني وخت په خوله (ژبه) ډېر جدي چلند نه کار اخلي، خو بیا په زړه کې هېڅ نه ساتي؛ دا ځکه د دویو اراده او نیت سپېڅلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
 پای