وروستۍ خدای په اماني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68194
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
دخبریدو نیټه : 2018-02-06

 


     د Ekstra bladet پنامه ډنمارکي ژبي ورځپاڼي د روان ۲۰۱۸ کال د جنوري په لومړي نیڼه یو ډیر هیښونکی مطلب نشر کړیدي چي څنګه یو  مین انسان د خپلي محبوبي د رښتیني میني په اړه چي د سرطان سره یې د روغتون په بستر کي شپې تیرولي ، د وفا سمبول و ګرځید . دادي د نوموړي خبر پښتو ژباړه ولولي :
    « د سرطان په ناروغۍ اخته پیغلي د ژوند تر ټولو لویه ارزو د مرګ نه څو ساعته وړاندي تر سره سوه . د پیغلي Heather Mosher د تیو ( سینې ) د سرطان ناروغۍ تشخیص د ۲۰۱۶ کال د ډیسمبر په میاشت کي و سو . پر دغي پیغلي عاشق ځوان ددې خبر په ارویدو سره سم دستي ددې د ژغورلو په لټه کي سو . ۳۵ کلن ځوان Dave Mosher چي پر دغي پیغلي باندي مین وو ، د امریکا ABC News تلویزیون ته وویل چي د ۲۰۱۶ کال د ډیسمبر په ۲۳ نیڼه مو ولیده چي ددې په تي کي یوه غوټه ( غده )  پیدا سوې ده او په دغه ورځ مي ډاکتر ته بوتله . ناروغي پیغلي د ناروغۍ تر تشخیص وروسته دوې دوري د شیموتراپی ( د درملو معالجه ) درملنه د دوه ځلي جراحي عملیاتو سره تیره کړه ، مګر له بده مرغه لکه څنګه چي تمه کیده ، ګټه یې و نکړه . په پای کي دغو دواړو مینانو پریکړه وکړه چي د ۲۰۱۷ کال د ډیسمبر په ۳۰ نیټه به واده سره کوي . معالج ډاکتر دا نيټه ډیره نا وخته وبلل او مشوره یې ورکړه چي څومره کولای سي ، د واده نیټه دي را مخته کړي . ددغي مشورې سره سم د واده نیټه د ډیسمبر ۲۲ نیټه و ټاکل سوه او پدغه نیټه یې د واده چاري د روغتون په هغه اطاق کي تر سره سوه چي Heather Mosher په بستر کي پرته وه . د Christina Karas پنامه د پیغلي یوې ملګري نوموړي تلویزیون ته وویل ، موږ ټول پوهیدلو چي د واده د مراسمو پر مهال دا زکندن ته نژدې په یوه حالت کي وه مګر په ټول قوت یې هڅه کول څو ځان ژوندۍ و ښئي او د هغه چا سره د واده څخه خوند واخلي چي ددې د خیال لویه او یوازنۍ ارزو وه . پدې توګه د پیغلي او ځوان واده وسو . د نکاح تر مراسمو او ددي د ارزو د تر سره کیدو یوازي ۱۸ ساعته وروسته ځواني ناوي سترګي پټي کړي او په ابدي خوب ویده سوه .
د ډیسمبر په ۳۰ نیټه یاني په هغه ورځ چي په لومړي ځل ددي د واده د پاره ټاکل سوې وه ، د جنازي مراسم یې تر سره او تورو خاورو ته وسپارل سوه .
Dave Mosher په هم هغه امریکایي تلویزیون کي وویل : دا هغه ورځ وه چي ما غوښته خپله محبوبه د واده په جامو کي په غیز کي و نیسم ، خو په همدغه ورځ مي په اوښلنو سترګو د تل د پاره خدای په اماني ور سره و کړه » .
دا وو د میني او وفا یو ستر سمبول چي یوازی یو رښتینی انسان یې تر سره کولای سي .  پای